تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۹ مه) د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا، د سېشنبې په سهار د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ او د خیبرپښتونخوا د کورمې ترمنځ پر ډیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو نښتې شوي دي، چې په کې له درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.
همداراز په شمالي وزیرستان کې هم څو ځایه نښتې شوې دي.
په ورته وخت کې د کورمې د سیمې چارواکو ټولې ښوونیزې موسسې د سرحدي نښتو او امنیتي اندېښنو له امله تړلې دي. د کورمې د سیمه ییز مرستیال کمیشنر په یوه بیان کې ویلي چې ټول دولتي او شخصي ښوونځي، کالجونه او پوهنتونونه تر بلې اطلاع پورې د موجوده امنیتي وضعیت له امله تړلي دي. دا اقدام د زدهکوونکو او کارکوونکو د خونديتوب لپاره شوی، ځکه چې نښتو د ځینې اوسېدونکي مجبور کړي چې خپلې کورنۍ پرېږدي.
سره له دې نښتو په وروستیو دوو ورځو کې پاکستان پر افغانستان بریدونه کم کړي او دلیل یې ښايي هغه فشار وي چې پر دغه هیواد د تېلو د کموالي له کبله راغلی دی.