Homeخبرونهطالبانو د «غیرقانوني نیونو» نوملړ کې د افغانستان د شاملولو پرېکړه خواشینوونکې...

طالبانو د «غیرقانوني نیونو» نوملړ کې د افغانستان د شاملولو پرېکړه خواشینوونکې بللې

تاند (سه شنبه د کب – حوت ۱۹مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان یې د «غیر قانوني نیونو» د ملاتړي حکومت په توګه نومولی، د تاسف وړ بولي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، طالبان غواړي دغه موضوع د دواړو لوریو ترمنځ د روانو خبرو او رغنده تعامل له لارې په مناسب ډول حل او پای ته ورسوي.

اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د هېڅ هېواد وګړي د معاملو د وسیلې په توګه نه دي نیول شوي.

اعلامیه کې زیاته شوې چې:«هغه کسان چې له نافذه قوانینو د سرغړونو په تور نیول شوي، په ډېرو مواردو کې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته په عادي ډول خوشي شوي دي.»

سرچینه وايي، چې د تېر یو کال په اوږدو کې دوی د امریکا د بندي وګړو د قضیو په تړاو د حسن نیت له مخې مثبت ګامونه پورته کړي.

یاد وزارت همداراز ویلي، چې په دې اړه د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د قطر دولت په همکارۍ په بېلابېلو کچو خبرې اترې هم شوې دي، چې د دغو بحثونو په لړ کې د دواړو لوریو له خوا د یو شمېر مثبتو ګامونو ژمنې هم شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه داسې مهال ده، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ، چې د امریکا حکومت افغانستان د «غیرقانوني نیونو د ملاتړو هېوادونو» په توګه پېژندلی دی.

هغه پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې طالبان لا هم د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د ترهګرو له تګلارو سره ورته لارې چارې کاروي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په وینا، دغه ډول چلند به د امریکا د اوسني حکومت پر وړاندې اغیزناک تمام نه‌شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې طالبان باید ژر تر ژره ډېنس کویل، محمود شاه حبیبي او ټول هغه امریکايي وګړي چې په ناحقه په افغانستان کې نیول شوي دي، خوشې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...