Home+د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال

  1. له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د اداري اصطلاحاتو، د CVد جوړولو، د پروپوزل د لیکلو، رسمي اسنادو او دفتری تجهیزاتو په اړه وه. په تېره بیا د ( Human Resources Management/HRM) او د ادارې اساسات (Fundemental of Mgt.)مضمون کې دغو مسایلو ته د مُمد درسی موادو په توګه اړتیا ولیدل شوه. راقم السطور یو اداري قاموس ترتیب او (اکسوس کتاب خپرولو موسسې) په کابل کې نشر کړ. ورسره دوېم کتاب د (آسانه اداره او مدیریت) په نوم دوه اونۍ مخکې ختیځ خپرونو ټولنې نشر کړ.

څومره چې تجربو وښوده، متاسفانه د یو شمېر محصلانو د لغاتو دایره ډېره محدوده او مطالعې سره عادت نه دي. زموږ د پوهنتونو دلسانس دورې نوی نصاب سره له دې چې ډېر پرمختللي او پیچلي مسایل نه رااخلي او د افغانستان په سطح او معیار جوړ شوی دی، خو ډېرو ځایونو کې محصلان همدې نصاب کې هم ستونزې لري. لویه ستونزه مفاهیم او اصطلاحات دي. نو دوی ته د یوشمېر ماخذونو ښودل او د ممددرسی موادو چمتو کول یو شرط دی. د اصلی درسي کتاب (Textbook) ترڅنګ د ممد درسی او د مضمون اړوند اخځونو ښودل باید د محصلانو ستونزه حل کړي. درسي ساعت او د لکچر په ترڅ کې د دوې ټولې ستونزې نشي حل کیدای. په تېره بیا سلایدونه کافي نه دي چې دوی ته یې وسپارو. پاورپوینټ کې جوړ شوي سلایدونه فقط د هغه درس ډېر لنډ ټکي دي چې استادان یې د خپل کار د آسانی او د محصل د ښه پوهولو لپاره چمتو کوي، د درس دیکتې هم د حل لاره نه ده، باید محصل مطالعې ته اړ او مطالعې سره عادت شي.

موږ پوهیږو چې اصلي بحث په متن کې د کافي تشریح په توګه وي، خو ورسره مُمد مواد او آفاقي مطالعه بیخي ضرور ده. له بده مرغه دا یو واقعیت دی چې محصلان یواځې د آزموینې لپاره (درس وايي!) او هغه هم د سمستر په پای کی هغه سلایدونه تر لاسه کوي او زده کوي یې چی استادانو د لکچر پر مهال جوړ کړي دي، حال دا چې دا کافی نه ده. محصل باید ټول سمستر فعال وي، ټول درسی میتودونه لکه لکچر، عملی کار، کورنۍ دندې، ګروپی کارونه، بحثونه، فکری توپان، لابراتوار، اساینمنتونه، علمی سیر او کتنې باید اجرا شي. باید اصلاحی او نهایی ارزونه وشي.

دغه کتاب د مدیریت مفاهیم او اصطلاحات، دوراني اسناد، د اسنادو او رسمي مکاتباتو پېژندنه، اسنادو سره چلند، بیلګی او د کار وختونه او ځایونه رااخلي، ورسره تجهیزات د ادارې د یوې قیمتي شتمنۍ په توګه را پېژني. دا کتاب ځوانانو ته هم د عملي کار کولو مهارت او هم نظري پوهه اومعلومات چمتو کوي. زیاتره مسایل او مثالونه په انګلیسي هم لیکل شوي دي.

ښه مدیریت د چارو د ښه ترسره کولو ضمانت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...