Homeخبرونهله افغانستان سره د جګړې په منځ کې پاکستانی پلاوی کابل ته...

له افغانستان سره د جګړې په منځ کې پاکستانی پلاوی کابل ته راغی

تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۹ مه) په کابل کې ځايي رسنیو نن وویل چې د مولانا فضل‌الرحمان خلیل په مشرۍ د پاکستان یو درې کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی.

سرچینې ویلي، دغه پلاوی د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې د اختلافونو د حل او د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د وروستیو کړکېچونو د کمولو لارې چارې وڅېړي.

ویل کېږي چې په دې پلاوی کې، د مولانا فضل‌الرحمان خلیل تر څنګ، مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي.

پاکستان او د طالبانو حکومتونو کابل ته د دې درې کسیز پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي خو طالبانو ته نژدې سرچینو د پلاوی سفر تایید کړی دی. خو د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي چې د دغه هیواد حکومت افغانستان ته کوم پلاوی نه دی لېږلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...