تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۱۹ مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دوشنبې په شپه (۱۰ مارچ) په یوه تلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې پر ایران د امریکا او اسرائیل د برید له امله د تېلو د سخت بحران په نتیجه کې حکومت د «د جګړې د اقتصادي سپما پروګرامونه» پلي کوي.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، شهباز شریف امر کړی چې ټولې دولتي ادارې به تر نامعلومې مودې پورې په اوونۍ کې یوازې څلور ورځې کار کوي، ښوونځي او کالجونه به د دوو اوونیو لپاره بشپړ وتړل شي او د دولتي او خصوصي شرکتونو لږ تر لږه ۵۰ سلنه کارکوونکي باید له کوره کار وکړي.
همداراز پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې به آنلاین زدهکړو ته دوام ورکوي. د دولتي او رسمي موټرو د سونګ مصرف به د راتلونکو دوو میاشتو لپاره ۵۰ سلنه راکم شي او د پارلمان د استازو معاشونه به ۲۵ سلنه کم شي.
دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې په هُرمُز تنګي کې د ګډوډۍ له امله د تېلو بیه تر ۱۰۰ ډالرو پورته شوې ده. د پاکستان اقتصاد، چې د انرژۍ وارداتو او د خلیج په هېوادونو کې د کارګرو پر حوالو ډېر متکي دی، له سخت اقتصادي فشار سره مخامخ شوی دی.
ځیني راپورونه وايي چې سعودي عربستان هم ډېر تېل پاکستان ته وړیا ورکوي خو د هرمز تنګي د بندېدو او د سعودي د تېلو د چاڼځایونو د سوځېدو له کبله وړیا تېل پر پاکستان درېدلي دي.
د ښوونځیو او پوهنتونونو دوه اوونیزه بنېدا د میلیونونو زدهکوونکو او محصلانو ورځنی ژوند اغېزمن کړی او دا اندېښنه یې زیاته کړې چې اقتصادي بحران ښايي د خلکو پر ورځني ژوند پراخ اغېز وکړي.
په پاکستان کې د تېلو د بحران له پیدا کېدو وروسته پر افغانستان د پاکستان هوايی بریدونه تر ډېره کم شوي او نن (سې شنبه) یې یو درې کسیز پلاوی کابل ته رالېږلی چې اوربند او سولې ته لاره ومومي.