Homeخبرونهد اسراییل د کلتور وزیر وايي، د ایران خلاف جګړه به هغه...

د اسراییل د کلتور وزیر وايي، د ایران خلاف جګړه به هغه وخت پای ته ورسېږي چې ایران یوازې کلاشینکوف ولري

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۰ مه) د اسراییل د کلتور وزیر میکي زوهر ویلي چې جګړه به هغه وخت پای ته ورسېږي چې ایران ته یوازینۍ وسله کلاشینکوف پاته وي.

زوهر، چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو له ګوند سره تړاو لري، د سې‌شنبې په ورځ د اسراییل کان تلویزیون ته وویل چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسېدو د وخت اټکل ګران دی، خو «جګړه به هغه مهال پای ته ورسېږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله‌والو ځواکونو په لاس کې یوازې کلاشینکوف پاتې وي».

هغه ادعا وکړه چې اسرائیل دا وړتیا لري چې د ایران له ځواکونو څخه نورې ټولې وسلې او پوځي وړتیاوې واخلي.

د زوهر په وینا، په ایران کې واکمن نظام «په غیر رسمي ډول ړنګ شوی» او «د هېواد د اداره کولو توان یې له لاسه ورکړی دی».

دغه اسرائیلي سیاستوال همداراز وویل چې مجتبي خامنه‌يي، چې د ده په وینا «د ایران د دیکتاتور ځای ناستی شوی»، د اسرائیل لپاره «د له منځه وړلو یو ختمي هدف» دی.

د هغه په وینا، مجتبی خامنه‌يي د روانو پوځي عملیاتو په پیل کې «نژدې له منځه وړل شوی و».

په ورته وخت کې د ایران دولتي رسنیو تر اوسه د نوي مشر تازه عکس یا ویډیو نه ده خپره کړې، او له دې کبله چې هغه پر خامنه‌يي د اسراییل د برید په مهال ټپي شوی و، ځینې رسنۍ هغه د «رمضان د جګړې ټپي» بولي.

د اسراییل د کلتور وزیر په داسي حال کې د ایران د ټولو وسلو د ویجاړولو لپاره د خپل هیواد پر ځواک ټینګار کوي چې پر اسراییل او په سمیه کې د امریکا پر اډو د ایران بریدونو امریکایان حیران کړي او ولسمشر ټرمپ ته خپلو ځینو سلاکارانو ویلي چې دا جګړه باید ژر ختمه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...