Home+د شکرې ناروغۍ زیانونه | ډاکتر ض میره‌کی

د شکرې ناروغۍ زیانونه | ډاکتر ض میره‌کی

له بده مرغه د شکر ناروغي یومخ نه ښه کيږي او که کنټرول یې تداوي نه شي نو بدن ته زښت ناوړه زیانونه رسوي. خو که په دې ناروغۍ باندې اخته ناروغان ځانته ښه پاملرنه وکړي نو د زیان مخنيوی ډير ښه کيدای شي. په دې ښايي پوه شو چې د شکر د ناورغ عمر د روغ انسان پرتله په اوسط ډول لس کاله کم وي. د شکر زياتره ناروغان په خپل ژوند کې د دې ناروغۍ لږ تر لږه له يو ناوړه اثر سره، چې لاندې يې يادونه کېږي، مخامخ کېږي. د وينې د ګلوکوز د سويې دوامداره جګوالی، د غوړينو موادو په جوړولو او مصرف کې خرابي او يا هم د وينې لوړ فشار د شکر په ناروغانو کې د ناوړه اثراتو لامل ګرځي. د شکر ځانګړې ناوړه اثرات په بدن باندی په لاندې ډول دي.

د زړه او رګونو ناروغي 

‎هغه کسان چې د شکرې ناروغي لري د نورو خلکو پرتله ۲-۴ ځله زيات د زړه او رګونو په ناروغيو اخته کېږي. په Type II Diabetes يا دويم ډول شکرې ناروغۍ کې په وينه کې کولسټرول یعنې غوړ هم لوړ وي. دا لوړ کولسټرول په خپل وار د زړه او رګونو د ناروغيو په پيدا کېدو کې مرسته کوي. د دويم ډول شکر له هرو لسو ناروغانو څخه نژدې شپږ تنه يې د زړه د رګونو د بنديدو له کبله، په کوم کې چې د زړه د غوښې وړه يا غټه ټوټه له کاره لوېږي (مري) او همداراز د ماغزو د رګونو بندېدل او يا په مغزو کې د وينې بهيدل هم په دې ناروغانو کې د مړينې لامل کېږي.

‎همداراز په پښو کې د وينې د رګونو د تنګېدو له کبله د شکر په ناروغانو کې د پښو دردونه پيدا کېږي چې د درد اصلي لامل په پښو کې د اکسيجن کمښت وي او دا دردونه هغه وخت زيات وي کله چې دا ناروغان ګرځي نو له همدې کبله دا خلک د یو څو ګامونو له اخیستلو وروسته د ډير درد له لاسه بايد کښېني چې درد يې کم شي او بيا بيرته په حرکت شي. له همدې کبله بايد د وينې د لوړ کولسټرول او لوړ فشار په وخت سره درملنه وشي چې د امکان تر حده د رګونو د تنګيدو مخنيوی وشي.

د پښتورګو ناروغي

‎په دې ناروغي تر نيمايي د زياتو اخته کسانو پښتورګي زيانمن کېږي چې د زيانمن کيدو لامل د وينې د ګلوکوز د سويې جګوالي وي چې د پښتورګو واړه رګونه زيانمن کوي او په پای کې پښتورګي خپله د وينې د فلټر کولو دنده ښه نه شي ترسره کولای. که د وينې ګلوکوز په ښه توګه کنټرول شي نو د دې زيانونو اندازه به هم لږه وي.

د سترګو کمزوري

‎د شکر تقريباً ټولو ناروغانو ته مخکې او يا وروسته د سترګو کمزوري پيدا کوي چې ورته رینوپاټي وایي. د دې ستونزې لامل د سترګو د دننه پردې د رګونو تنګېدل دي چې له کبله يې نوموړې پرده چې د شبکې يا په دې خاطر چې د سترګو داخلي پردې يا رټينا ته لازم اکسيجن نه رسيږي. له دې کبله په دې پرده کې نوي رګونه جوړېږي چې دا رګونه بيا ډير کمزوري وي او په آسانه وينې کيږي چې دا بيا په رټينا کې د چاپونو د پيدا کېدو سبب ګرځي او له دې امله د ناروغانو سترګي کمزوره کيږي او حتی دوی ړانده کيدای هم شي. نن ورځ د سترګو د داخلي پردې (رټينا) اضافي رګونه د لايزر درملنې په وسيله سوځول کېږي چې د سترګو د لا زيانمن کېدو مخه نيسي چې له دې سره ليد (نظر) بيرته ښه کيدای شي .

پښو ته زیان

‎د شکر په ناروغانو کې د پښو د اعصابو رګونه زيانمن کېږي چې دې ته نيوروپاټی وايي. له دې کبله په ناروغانو کې د پښو او لاسونو ډیر دردونه او د احساس کمښت پېدا کېږي. د حس کولو د کمښت له کبله پښې او لاسونه په آسانه زخمي کيدای شي. او د رګونو د خرابوالي او د زخم د ژر نه جوړېدو له کبله زخمونه التهابي کېږي او ورو ورو غټ زخمونه ترې جوړېږي چې کله انسان له دې کبله زخمی شوی غړي له لاسه ورکوي.

‎ښه پاملرنه، آرامه او پاسته بوټان د ډيرو بدبختيو مخه نيولای شي.

په سیکس يا شهوت کې ستونزې

‎د ډيابيټس نارينه ناروغانو تر نيمايي زيات په جنسي فعاليت کې ستونزې لري، ډير وخت دا له نيوروپاټي (اعصابو زيانمنېدل)، د وينې له سسُت جریان او روحي مسایلو څخه پيدا کېږي. په لومړی ګام کې بايد د جنسي ستونزو نور عوامل هم ولټول شي او بيا يې درملنه پيل شي.

‎ښځې هم کېدای شي چې د پورتنیو علتونو له وجې شهواني ستونزې پيدا کړي. د ساري په ډول د جنسي فعاليت پر وخت د درد پيدا کيدل.

د پوهې يا ادراک په برخه کې

‎په وروستيو کلونو کې د شکرې د ناروغۍ او ادراک يا پوهې کمښت تر منځ يوه ښکاره اړيکه په اثبات رسيدلې ده. په دې ناروغانو کې په ليک لوست او يادونې کې ستونزې پيدا کيږي. زاړه ناروغان تر ټولو زيات زيانمن کيږي. د دې په خاطر چې د شکرې د ناروغۍ اثر په مغزو باندې لا تر اوسه ښه روښانه نه دی نو درملنه يې هم تر اوسه پوره روښانه نه ده، اما په دې هکله ډيرې پلټنې روانې دي.

که تاسو د شکرې ناروغي لرﺉ څه بايد وکړﺉ؟

‎د شکرې ناروغي د ژوند د ختمېدو په مانا نه ده بلکه د يو شعوري ژوند پيل دی. په دې مانا چې ناروغ بايد په شعوري ډول هر څه ته پاملرنه وکړي او له هغه څه چې ورته زيانمن دي، ډډه وکړي.

‎ناروغ بايد هر سهار چې له خوبه پاڅیږي په پام کې ونيسي چې هر څه چې خوري د وينې ګلوکوز يې ورسره بدلون موندلی شي. دا ناروغي د هغو سختو ملګرو په شان ده چې د ښه پاملرنې او د نورو په مرسته ښه ګوزاره ورسره کېدای شي.

‎اساسی تړ (شرط) د وينې د ګلوکوز نورمال ساتل دي.‎

‎د شکرې د ناروغۍ په لومړی ډول کې بايد اخته کسان هره ورځ د انسولين ستنې ولګوئ. دا چې ناروغ ته څومره انسولين ورکول شي په بېلا بېلو ناروغانو کې توپير لري. دا اندازه د ناروغانو د ژوند طريقې، عادتونو، خوراک، ورځنې کار او بار او روحياتو پورې اړه لري. چې دا ټولې خبرې بايد په درملنه کې په پام کې ونيول شي. ناروغان بايد خپله هره ورځ څو ځلې خپل ګلوکوز معلوم کړي او په دې پوه شي چی څومره انسولين ولګوي او ياڅومره خواږه بايد وخوري.

‎خپل ګلوکوز د ګوتې د ستنې وهلو سره د يو وړوکي ماشين په وسيله معلومولای شئ. او انسولين بايد د تن یعنې بدن د پوستکي لاندې ولګول شي او هغه هم هغه ځای کې چيرته چې پوستکی ډبل وي لکه د خيټې پوستکی.

‎د دې لپاره ډول ډول د انسولين قلمونه، ستنې او پمپونه جوړ شوي دي. دوامداره کنټرول او د زيانونو لټون ډېر زيات ارزښت لري.

‎د شکری د ناروغۍ دويم ډول هم کنټرول کېدای شي.

‎مناسب خوراک (لږ غوړين)، په ورځ کې لږ تر لږه نيمه ګړۍ ګرځېدل او خوځيدا او د وزن کمول اساسي قاعدې دي. دا ډول ډيابيټ د ګوليو په وسيله تداوي کېږي. ګولۍ څو ډولونه لري چې هر ډول يی ځانګړی اثرونه لري. د دې ډول شکر په پرمختللي حالت کې ښايي ناروغ د انسولين ستنو لګولو ته اړ شي، په دې چې پانقراس نور په پوره ډول انسولين نه جوړوي. همدارنګه په دې ناروغانو کې د وينې د لوړ کولسټرول او جګ فشار درملنه ډيره ضروري ده.

‎په ځينو حالاتو کې له پوره هڅو سره هم د وينې ګلوکوز له حد نه لوړېدی يا ټيټېدی شي. چې په دې حالاتو کې ناروغ ځينې ځانګړې علامې لري.

هاپوګلاسیمي يا د وينې ټيټ ګلوکوز نښې دا دي:: ډيره خوله کول،ساه ويستل، د زړه درزيدل يا ټکانونه، لړزېدل، د سر ګرځېدل، په سترګو تياره راتلل، د لاسونو پښو او شونډو ميږي  ميږي کېدل او ژر په غوسه کېدل.

‎د وينې د ګلوکوز د سويې د ټيټېدو لاملونه دا دي: لږ يا ناوخته خوراک، د الکولو څښل،ډیره بدني خوځيدنه، ډير انسولين يا په غلطه توګه د انسولين لګول.

‎د دې د علاج لپاره بايد ناروغ ژر خواږه شيان وخوری. که ګلوکوز نور هم ټيټ شي ښايې ناروغ بې خوده شي او حتی کوما ته لاړ شي نو پدې حالت کې بايدناروغ ته ګلوکاګون(د انسولين ضد) پيچکارﺉ ولګول شي. او يا د ګلوکوز سيروم ورکړل شي ترڅو چې ناروغ بيرته په پښو ودرېږي.

هایپرګلاسیمي يا د وينې ديړ جګ ګلوکوز (۱۰ لس ملی مول نه جګ) : ددې حالت پيژندنه آسانه نده. يواځې هغه حالاتو کې چې د وينې ګلوکوز دېړ جګ شي بيا ځينې علامی ليدل کيدای شي چې هغه دا دي:

‎ډيره تنده، ډير اوبه څښل او ډيرې تشې ميتيازې کول، ستړيا، ضُعفیت او د اشتها کمېدل.

‎په دې حالت کې د بدن  انسولين کم وي او يا خو بدن  انسولين ته نا خواږی کېږي. دا حالت ډير لاملونه لري لکه: ډير سوچ کول، نورې ناروغي ، ډير خواږه خوړل او کله چې دويم ډول شکر  ګولۍ ګانو سره نه ښه کيږی او انسولين ته اړتيا وي. درملنه يې ناروغ ته انسولين ورکول دي.

یادونه: د شکرې ناروغان کولی شي هر څه وخوري ولې په یو اندازه , ولې که افراط ورسره وکړي نو د شکرې جانبي عواریضو ته دې منتظر وي، نو ښه به دا وي څه په څنګ کې لږ خوځښت هم ولرئ.

د شکر ناروغي؛ ډولونه، نښې او مخنیوی | ډاکتر ش میره‌کی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...