Homeخبرونهډونالډ ټرمپ: د ایران د راتلونکي ستر مشر د ټاکنې په بهیر...

ډونالډ ټرمپ: د ایران د راتلونکي ستر مشر د ټاکنې په بهیر کې باید زه هم شامل شم

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۱۵ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د راتلونکي ستر مشر د ټاکلو په بهیر کې باید هغه هم شامل وي، او داسې مشر به ونه مني چې د پخواني ستر مشر علي خامنه‌يي تګلارې ته دوام ورکړي.

ټرمپ له امریکايي رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلي چې د ایران د راتلونکي ستر مشر په توګه د خامنه‌یي د زوی مجتبي حامنه‌يي د ټاکلو هڅه «د وخت ضایع کول» دي، او هغه به دا ډول ټاکنه ونه مني.

ولسمشر ټرمپ د ایران اوسنی وضعیت د وینزویلا له حالت سره پرتله کړی او ویلي یې دي؛ لکه څنګه چې هلته دیلسي رودريګویز Delcy Rodríguez په مشرۍ حکومت وساتل شو، همداسې په ایران کې هم داسې مشرتابه غواړي چې له امریکا سره همکاري وکړي.

د یادونې ده چې په ایران کې ستر مشر د ۸۸ کسیزې شورا له خوا غوره کېږي. خو د سیمې روان کړکېچ او بریدونو د نوي مشر د ټاکلو بهیر له ناڅرګند حالت سره مخامخ کړی دی.

2 COMMENTS

  1. د خندا وړ خبرې تاسي هم خپروی 🤣متل ده وایی پک چا په ورا نه پریښودل ده ویل زما اس د خان په کور کې میختبله کړۍ. ترومپ یو لوی درواغجن جاهل او شرابي هیرویني کس ده. ایران به د امریکا د امپراطوري په تابوت میخ وهي.بس ده دا الاهي عذاب ده د یویشتمې پیړۍ په فرعون او په لعنتي سیهونیستو یهودو. ( میږتون سي ورک کیږي وزر وکړي) لعنتي یهود او د یهود ځاله امریکا د ورکې په حال کې ده.ایران به د امریکې لپاره تر ویتنام هم په ناورین تمام سي.په حلوا نارو وهلو خوله نه خوږیږي ترومپ په ناور وهلو رمباړو که شنه ځمکه کله کاناډا او کله بګرام نیسي.دریغه د امریکایانو په حال سي ددوۍ واک د څومرو جاهلانو په لاس کې ده. هغه روسي متل ده سي پیسې ولرې ککرۍ ته اړه نسته.دغه سوډران په ککرۍ کې هیڅ نه لري.د امریکې د ورکې لپاره ترومپ میخائیل سیرګییویچ ګرباچوف واک ته ورسیدل دغه به د امریکې د فرعونتوب خوبونه د جهنم په څپو کې لاهو کړي.😔

  2. د جفری استفین د شیطانی جزیری پوخ مشتری غواړی د ایران او سیمی د پراخی سیمی د طبیعی زیرمو د چوربازار د پوخ او مُفت مشتری پتوګه هم را څرګند شی.
    هیله ده د ایران سره د روس او چین د رښتینی مرستی په نتیجه کی د ترامپ او غربی امپریالیزم دا شوم ارمان په خاورو بدل شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...