تاند (جمعه، د کب/ حوت ۱۵ مه) د افغانستان له لوري پر پاکستان د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو په اړه د پاکستان د اندېښنو له ډېرېدو وروسته د پنجاب حکومت اعلان کړی چې د صوبې په ټولو ولسوالیو کې به د ډرون ضد (Anti-Drone) ځانګړي جزوتامونه جوړ شي، څو د ډرون الوتکو د بریدونو مخه ونیول شي.
دا پرېکړه د پنجاب اعلیٰ وزیرې مریم نواز تېره اوونۍ تصویب کړه. هغې ټینګار وکړ چې چارواکي باید یوازې د ترهګریزو پېښو له رامنځته کېدو وروسته غبرګون ونه ښيي، بلکې مخکې له مخکې د مخنیوي اقدامات هم وکړي.
د پلان مهم ټکي
- د هرې ولسوالۍ د فضایي څارنې لپاره به د بې پېلوټه الوتکو ځانګړی واحد/ قطعه وکارول شي.
- د ډرون ضد سیستم به نصب شي چې مشري به یې د ولسوالۍ د پولیسو افسر کوي.
- د ډرونونو او د هغوی د مخنیوي وسایل به د هرې ولسوالۍ د اړتیاوو له مخې برابر شي.
د پنجاب ایالت د کورنیو چارو ریاست ویلي چې د فضایي څارنې او د خلکو د خوندیتوب لپاره د پولیسو وړتیا لوړېږي، او په ټول پنجاب کې د ۱۴۴مې مادې له مخې محدودیتونه نافذ دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستانله لوري د بې پېلوټه الوتکو له کامیابو او په عین حال کې د پاکستان لپاره له غیرمتوقع بریدونو وروسته په ټول پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو پر الوزولو بندیز لګول شوی دی. پنجاب
خو دا بندیز د کوچنیو ډرونونو په داخلي فعالیتونو او همدارنګه د استخباراتي او قانون پلي کوونکو ادارو پر ډرونونو نه عملي کېږي.
د فوربس پر اساس بې پېلوټه الوتکې د پاکستان خلاف څومره اغېزمنې دي.؟
جار مي تر طالب کړې سي هغه تور سي دی ورباندي بدنام وه له ځانه لري کړ.د پنجاب پردي خیرات ته په ګڼډه کې وهلی پیاز یې ورخوړین کړ.دوی خو سوډر ترومپ ته ډیرې لافې وهلې وې سي موږ به بګرام درته سوغات کړو. دغه سوډرانو د افغانستان په سترګو لیدلی تاریخ بابیزه وګڼل.دغه اتل ملت د کافرستان له زیږیدو ته اویا کلنۍ پوري دوو لویو امپراطوریو ته ماته ورکړه.پنجابی دومره لیونی سوی وه سي هغه تیر زموږ تاریخ یې له یاده ویستل او تورو غومبسانو په ځاله یې لاس ووهل.اوس به د خپل ځان خیر غواړي.ولاهي زه اوس ۶۳کلن یم د پنجاب سره د مقدس جهاد لاس په تتۍ ناست یم او ددغه دجال سره به مقدس جهاد کې برخه اخلم.
چاچې دې خاورې ته په بد نظر کتلي
د سترګو کسي ورنه یستلي دي
څوک سي دې خاورې ننوتي په پښو باندي دي
هغوی بیرته بې ککرۍ له دې خاورې وتلي دي ❤️❤️❤️👍👍👍