Homeخبرونهافغان ځواکونو تېره شپه د پاکستان یو شمېر پوستې لاندې کړي

افغان ځواکونو تېره شپه د پاکستان یو شمېر پوستې لاندې کړي

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۱۵ مه) د افغانستان دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې د کندهار د شورابک ولسوالۍ او بلوجستان ترمنځ پر فرضي کرښه د پاکستان د پوځ پر پوستو برید کړی او دوې پوستې یې نیولې دي.

دې وزارت ویلي چې د پاکستاني ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات هم افغان د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور راپورونه ښيي چې ښورابک ولسوالۍ ته څېرمه د پاکستان د دې لویې پوستې د نیولو په ترڅ کې لږترلږه ۳۰ پاکستاني ځواکونه وژل شوي دي.

د افغانستان په حکومت کې سرچینو وویل چې د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ پهع پوله کې د پاکستان یوه ستره پوسته له لسګونو ځواکونو سره افغان ځواکونو ته تسلیم شوې ده. تراوسه د طالبانو حکومت په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

وزارت همداراز تایید کړې چې افغان ځواکونو د پکتیکا او ننګرهار په سرحدي سیمو کې د پاکستان پر پوستو بریدونه کړي دي.

بلخوا د پاکستان امنیتي چارواکو نیشن ورځپاڼې ته ویلي چې د سرحدي بریدونو د زیاتېدو په غبرګون کې د پاکستان پوځ د افغانستان دننه لږ تر لږه ۵۶ بریدونه کړي دي.

پاکستاني رسنۍ د خپل هیواد د امنیتي چارواکو د ادعا پر اساس ویلي چې دا عملیات پر هغو ځایونو متمرکز وو چې د پاکستان پر ضد د بریدونو د طرحې او تنظیم لپاره کارول کېدل. چارواکو ټینګار کړی چې دا کمپاین په ترهګرۍ کې د ښکېلو وسله‌والو ډلو پر ضد دی او د افغانستان د خلکو پر ضد نه دی.

د ملګرو ملتونو راپور

د پاکستان له دې ادعا سره سره چې بریدونه یې د عامو افغانانو پر ضد نه دي، ملګرو ملتونو ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په جګړو کې ۵۶ افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د پنجشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې وویل چې د مارچ تر څلورمې نېټې پورې لږ تر لږه ۵۶ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.

اوچا وایي چې روانې جګړې د افغانستان لس ولایتونه اغېزمن کړي دي.

کابل، کندهار، خوست، کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پروان، پکتیا او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د اوچا په وینا جګړې پکې شوې دي.

د اوچا د اټکل له مخې، زلزلو او د پاکستاني ځواکونو او افغان ځواکونو ترمنځ د روانو جګړو له امله په خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیکا، پکتیا او نورستان ولایتونو کې تر ۱۶۳ زره زیات کسان بې‌ځایه شوي دي.

په دې منځ کې د خوست او کونړ اوسېدونکو تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی. یوازې په کونړ ولایت کې له ۲۵ زرو څخه ډېر کسان یوې پوځي اډې ته د نږدېوالي له امله تخلیه شوي او اړ شوي چې خپلو اصلي سیمو ته بېرته ستانه شي.

اوچا وړاندوینه کوي چې که جګړې دوام وکړي، نو په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې شاوخوا ۱۴ زره نور کسان هم د بې‌ځایه کېدو له خطر سره مخامخ دي.

دې ادارې همدارنګه ویلي چې د پاکستان هوايي بریدونو ملکي زیربناوو ته، لکه روغتیايي مرکزونو او د بشري مرستو تاسیساتو ته هم زیان رسولی دی.

اوچا زیاته کړې چې د جګړو له زیاتېدو سره، د بشري مرستو شریکانو خپل کارکوونکي په موقتي ډول له خطرناکو سیمو لکه سپین بولدک او تخته‌پل څخه جلال‌اباد او کندهار ته انتقال کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...