Homeخبرونهملاحسن اخوند او د اندونیزیا صدراعظم د افغانستان - پاکستان پر شخړو...

ملاحسن اخوند او د اندونیزیا صدراعظم د افغانستان – پاکستان پر شخړو خبرې وکړې

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۱۵ مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی پرون (پنجشنبه) وویل چې رئیس‌الوزرا او د مالیزیا صدراعظم له پاکستان سره د افغانستان د روانې شخړې په اړه خبرې کړي دي.

ویندوی وویل چې رئیس‌الوزرا محمد حسن آخوند د مالیزیا له لومړي وزیر انور ابراهیم سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په اړه خبرې کړې دي.

محمد حسن آخوند د سیمې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هېوادونو د حاکمیت نقض او د ملکي وګړو وژل کېدل یې غندلي دي.

رئیس‌الوزرا په دې په ټیلیفوني تماس کې ټینګار کړی چې:
«د زور کارول او د ملکي وګړو په نخښه کول ستونزې نه شي حل کولای.»

د طالبانو د ویاند د خبرپاڼې له مخې، محمد حسن آخوند ویلي چې د افغانستان حکومت د ستونزو د حل لپاره پر تفاهم او خبرو باور لري، خو «که تېری وشي، د خپلې خاورې او خلکو دفاع خپل مشروع حق ګڼي.»

د خبرپاڼې له مخې، د مالیزیا صدراعظم هم د سیمې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی وضعیت د خواشینۍ وړ دی.

انور ابراهیم هیله څرګنده کړې چې کړکېچ به د خبرو او تفاهم له لارې حل شي او ویلي یې دي چې مالیزیا به هڅه وکړي د دې بحران د حل لپاره رول ولوبوي.

په همدې وخت کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم ویلي چې له خپل مالیزیايي سیال سره یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي. د هغه په وینا، په دې خبرو کې ټینګار شوی چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره خپلې هڅې همغږې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...