تاند (سېشنبه، د کب/ حوت ۵ مه) د افغانستان پولې تهخ څزمه د ایران د رضوي خراسان ولایت سرحدي پولیس وايي چې د تایباد په سرحدي سیمه کې یې یو شمېر وسلې کشف او نیولي دي.
دا خبره تسنیم خبري اژانس د دوشنبې په ورځ ناوخته خپره کړه خو دا یې نه دي ویلي چې دا وسلې له کومه ځایه تایباد ته راوړل شوې وې. تایباد د افغانستان له پولې شاوخوا ۱۸ کیلومتره واټن لري. د تایباد او اسلام کلا ترمنځ د ایران دوغارون مځکنی بندر موقعیت لري.
د رضوي خراسان د سرحدي پولیسو قومندان مجید شجاع تسنیم ته ویلي چې دا وسلې د هغو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شوې چې د یکشنبې په ماښام، د کب/ حوت میاشتې په درېیمه، ایران ته د وسلو د قاچاق د مخنیوي په لړ کې وشول.
د هغه په وینا، وروسته له هغې چې د تایباد په پوله کې د وسلو د یوې جوپې د داخلېدو او پټولو راپورونه ترلاسه شول، استخباراتي څارنه پیل شوه.
د رضوي خراسان د سرحدي پولیسو د معلوماتو له مخې، په نیول شویو وسلو کې اته تومانچې، شپاړس شاجورونه، او یو شمېر لاسي بمونه شامل دي.
هغه زیاته کړه چې ټاکل شوې وه دا وسلې د ایران په داخل کې نورو سیمو ته ولېږدول شي. نوموړي همداراز وویل چې د دې مهماتو د لېږدونکو په اړه ځینې نښې نښانې تر لاسه شوي او د هغوی د پېژندنې او نیولو هڅې روانې دي.