سه شنبه, فبروري 24, 2026
Home+په روژه کې کوم خواړه او څښاک وخورئ؟ 

په روژه کې کوم خواړه او څښاک وخورئ؟ 

ډاکتر ش میره‌کی

  • کومې مېوې وخورئ؟
  • کومې ترکارۍ وخورئ؟
  • کوم خواړه تاسيژر نه وږي کوئ؟
  • کوم یې تاسي نه تږي کوي؟
  • او کوم د وزن د زیاتېدو لامل کېږي نه؟

لومړی اصل

ولې په روژه کې سړی ژر وږی او تږی کېږي؟

اصلي لاملونه دا دي: ساده وریجې، ډیره سپینه ډوډۍ، خواږه، سره شوي خواړه، مالګین خواړه او ګاز لرونکي څښاک.

ځکه دا خواړه ژر هضمېږي، د وینې شکر ژر لوړوي، بیا ژر راټیټیږي او انسان بیرته وږی کوي

نو که غواړئ چې:

وږي نه شئ – ستړي نه شئ – وزن وانخلئ

باید درې شیان ستا سوپه خوړو کې حتمي وي: لکه فایبر، پروټین او لږ خو ښه غوړ لکه د زیتون.

۱ ـ کومې مېوې په روژه کې تر ټولو ګټورې دي؟

یوه مهمه خبره: ټولې مېوې یو ډول نه دي

هغه مېوې چې وږی مو نه پرېږدي:

دا مېوې فایبر لري او ورو هضمېږي لکه مڼه، آمروت، نارنج، مالټه او انار.

دا ولې ښه دي؟ ځکه معده ډکه ساتي، د وینې شکر ورو لوړوي.

هغه مېوې چې ډېرې وخوړل شي ښه نه دي: لکه کیله، انګور او ام. ځکه دا میوې د وینې شکر ژر لوړوي ولې یوه وړه اندازه یې ستونزه نه لري، خو هره شپه نه.

د مېوې جوس مه جوړوئ 

مېوه وخورئ، ولې جوس ترې مه جوړ وئ.

ولې؟ ځکه چئ فایبر له منځه ځي بوره یا شکر یې ژر جذبېږي او لوږه ژر راولي.

۲ ـ ترکارۍ (سبزي) ولې ډېرې مهمې دي؟

ترکارۍ تر ټولو قوي خواړه دي. د ترکاریو د خوړولو له امله به ژر نه وږي کېږئ او وزن به نه خلئ.

هره شپه باید دا ترکارۍ وخورئ:

بادرنګ، رومیان، کاهو، شنې پاڼې، ګازره. ځکه دا ټول معده ډکه ساتي، کالوري ډیره نه لري او هضم ښه کوي.

مهم ټکی

ترکارۍ باید خامه یا په لږ اوبو کې پخې شوې وي او که په غوړیو کې سرې شي، ګټه یې کمېږي.

۳ ـ کوم خواړه نه وږی کوي؟

دا ډېره مهمه پوښتنه ده.

هغه خواړه چې ډېر وخت مو ماړه ساتي

له دې څخه هر ماښام یو حتمي کړه: لکه د مرغانو یوه ټوټه غوښه یا د کب یوه ټوټه يا یوه یا دوه هګۍ یا دال اونخود ځکه دا ټول پروټین لري، معده ژر نه تشېیږي او تر سهاره لوږه کموي.

۴ ـ ډوډۍ او وریجې څومره؟

دا تر ټولو لویه تېروتنه ده. باید یوه کوچنۍ ډوډۍ یا ۴-۵ کاشوغې وریجې.

بس.

که ډېرې وخورئ: وزن مو زیاتېږي بیا هم ژر وږي کیږئ.

۵ ـ څه وخورو چې تږي نه شو؟

دا خبره ډېره مهمه ده.

هغه خواړه چې تنده کموي

بادرنګ، کاهو، نارنج، کیوي، هنډوانه، مڼه او مستې.

هغه چې څه تنده ډېروي

مالګین خواړه، اچار، مساله لرونکي خواړه، سره مرچکي او ډیر چای او قهوه.

۶ ـ ښه روژه مات دقیقاً څنګه وي؟

تر ټولو عملي بڼه: یو ګیلاس اوبه (نورمال اوبه)، یوه یا دوه خرماوې.

بس. نور څه مه خورئ او خپل لمونځ مو وکړئ.

۷ ـ د ماښام اصلي ډوډۍ عملي بېلګه

یو مناسب پلیټ (قاب)

د مرغانو یوه ټوټه غوښه، د سبزیو او د ترکاریو سلاد، یوه کوچنۍ ډوډۍ ، لږ د زیتون غوړي.

او که وغواړئ مېوه

یوه مڼه یا یو امروت

۸ ـ پېشلمی (سحري) تر ټولو مهم وخت دی

که پیشلمی خراب وي، ټوله ورځ به ستړي او خراب یاست.

په پیشلمي کې دا شیان حتمي وخورئ

۱ یا ۲ هګۍ، دال / نخود، یوه کوچنۍ ډوډۍ، مستې، یوه مڼه یا یو امروت.

په پیشلمي کې دا شی مه خورئ 

کېک، بسکېټ، خواږه، سره مرچ، مالګین توکي

تر ټولو مهم ټکی

که غواړئ وږي نه شئ، تږي نه شئ او وزن هم وانخلئ.

۱: پروټین هر ماښام ۲: ترکارۍ ډېرې ۳: ډوډۍ لږ یعنې وچه ډوډۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان لنډ معاصر تاریخ کتاب له چاپه تازه راووتئ

د کتاب په لومړۍ برخه کي د تاریخ پر علم، د تاریخ پر دورو، د تاریخ پر اهمیت او تاریخي تمدنونو بحث سوی دئ....