سه شنبه, فبروري 24, 2026
Homeخبرونهد عمر په اړه اندېښنه د زړښت پروسه چټکوي

د عمر په اړه اندېښنه د زړښت پروسه چټکوي

تاند (سې‌شنبه، د کب/ حوت ۵ مه) یوه نوې څېړنه ښيي چې د عمر د زیاتېدو په اړه د ښځو اندېښنه یوازې ذهني اغېزې نه لري، بلکې د بدن بیولوژیکي عمر هم په چټکۍ سره زیاتوي.

 په دې اړه په Psychoneuroendocrinology  علمي ژورنال کې یوه خپره شوې څېړنه څرګندوي چې وېره او دوامداره اندېښنه د حجرو د زړېدو بهیر ګړندی کوي، چې ورسره د بدن او ذهن پر فعالیتونو منفي اغېز پرېوځي.

په دې څېړنه کې د ۷۲۶ ښځو معلومات تحلیل شوي او د هغوی بیولوژیکي عمر له واقعي (کرونولوژیک) عمر سره پرتله شوی دی. پایلې ښيي چې د زړښت په اړه زیات فکر کول د بدن بیولوژیکي عمر چټک لوړوي، چې له امله یې د بېلابېلو ناروغیو خطر زیاتېدای شي.

څېړونکي وایي چې د منځني عمر ښځې کله ناکله د خپلو مشرانو خپلوانو ناروغۍ ویني او له همدې امله اندېښمنې کېږي، چې دا حالت د اضطراب او خپګان احتمال زیاتوي. د دې ذهني فشار پایله د بدن او ذهن پر روغتیا منفي اغېز دی.

څېړونکو ټینګار کړی چې دا پایلې لا هم لومړنۍ دي او د بشپړ باور لپاره لا زیاتو څېړنو ته اړتیا شته. خو دا څېړنه ښيي چې ذهن او بدن له یو بل سره ژور تړاو لري او اندېښنه یوازې رواني نه، بلکې فزیکي روغتیا هم اغېزمنوي.

د څېړنې له مخې، د زړښت د اندېښنې د کمولو لپاره ذهني سکون، مثبت فکر او د ژوند د طرز ښه کول ډېر مهم دي، ځکه چې جسمي او ذهني روغتیا له یو بل سره نژدې اړیکې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان لنډ معاصر تاریخ کتاب له چاپه تازه راووتئ

د کتاب په لومړۍ برخه کي د تاریخ پر علم، د تاریخ پر دورو، د تاریخ پر اهمیت او تاریخي تمدنونو بحث سوی دئ....