Homeخبرونهپه جرمني کې یو وار بیا یوه افغان پر څو تنو د...

په جرمني کې یو وار بیا یوه افغان پر څو تنو د چاکو وارونه وکړل

تاند (سې‌شنبه، د کب/ حوت ۵ مه) یو ۳۵ کلن افغان د دوشنبې په سهار د جرمني د بایرن ایالت د وورڅبورګ ښار د مرکزي زېلګاډي تمځای په دروازه کې پر درېیو کسانو د چاقو برید وکړ او هغوی یې برسېرن ټپیان کړل. دا پېښه د تمځای په خوله کې د یوې مسیحي مذهبي ډلې «یهوه شاهدانو» یوې غرفې ته نژدې شوې ده.

د پولیسو په وینا، بریدګر لومړی یوه ۶۸ کلن سړي ته ورنژدې شو چې د یادې غرفې مسوول و، او ناڅاپه یې څو ځله پر هغه د چاقو برید وکړ. د دې پېښې پر مهال دوه نور سړي هم ټپیان شول.

یهوه شاهدان یوه عیسوي مذهبي ډله ده چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په متحدو ایالتونو کې جوړه شوې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، قربانیان یوازې برسېرن ژوبل شوي دي او د چاقو د ژورو زخمونو راپور نه دی ورکړل شوی.

یو شمېر لارویانو، چې په هغوی کې یو پولیس افسر هم شامل و چې ملکي جامې یې اغوستې وې، د بریدګر مخه ونیوله او تر هغه یې نیولی و چې مرستندوی ځواکونه ورسېدل.

یاد سړی دا مهال په توقیف کې دی.

د جرمني رسنیو ویلي چې د برید اصلي انګېزه لا تر اوسه روښانه شوې نه ده او پلټونکي ړ نیول شوي کس نیت د خلکو د وژنې هڅه بولي.

لا هم دا نه ده معلومه چې ایا بریدګر په قصدي ډول د یهوه شاهدان په نخښه کړي وو او که کومه بله انګېزه یې لرله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د...