Homeکلتورسینماد فلمي ستورې فلمي طلاق او واده

د فلمي ستورې فلمي طلاق او واده

تاند- د هند د سینما (بالیووډ) مشهوره لوبغاړې کرشمه کپور له خپل مېړه څخه د طلاق له اخیستو سمدستي وروسته بل واده کوي. دوی په ۲۰۰۳ میلادي کال واده کړی وو.

له سنجې کپور څخه د کرشمه کپور د طلاق لا څو ورځې نه دي وتلي چې دا له یوه بل سړي سره د واده تابیا کوي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې کرشمه کپور پرېکړه کړې چې د یوې شتمنې کمپنۍ (فارما سیوټیکل) له اجراییه رييس سندیپ توشني سره واده کوي.

ویل شوي چې دې له توشني سره پخوا تار نه درلود خو له سنجې کپور څخه له طلاق اخیستو وروسته دوستانو لاره ورته برابره کړه چې له توشني سره وویني.

توشني مخکې خپله مېرمن طلاق کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...