یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeکالمونهقانعپاکستانیان/ عصمت قانع

پاکستانیان/ عصمت قانع

 چې د اوړې تودې ورځي به د مني په لنډو ورځو بدلې شوې ،نو د ترنک د سیند په جنوبي غاړو کې به بادونو انګولا شروع کړه .

بزګرانو به درمندونه راټول کړي وو او کلیوالو به د ژمي د یخو څپو په مقابل کې د تیارسئ بېړنی حالت اعلان کړی وو.

چا به له دښتو ځوځان راټولول ، ځینو به د اوښانو پچې راټولولې ، چا د توت لرګي ماتول او څوک په د ژرندې په وار او نوبت پسې ګرزېدل ،چې د ژمي لپاره ازوغه شوي غنم اوړه کړي .

کله چې به د ژرندې وار هم تېر شو نو د ژمي د واورینو اورښتونو د مقابلې لپاره به د بامونو د اخېړ اشرونه شروع شول . پر بامونو به ګیل مالې تېریدلې او په رابړي سطلونو کې به له پروړې سره ګډه خټه بامونوته خېژول کېده .

زموږ د دیار کرم خان اکا به د اشر سندره ویله ،چې اوازه يې پر ټول دیار خپره وه.

دالنډۍ مې د کرم خان اکا د اشر له سندرې زده کړې ده ، چې اوس مي هم  دذهن په ارشیف کې ترو تازه پرته ده
خدای دي په واورو کې ایسار کړه
چې د تودې غیږې مي و کړې ارمانونه

چې د بامونو د اخېړولو اشرونه به خلاص شول ، نو بېوسه بزګران او کارګران به د سفرونو په تیاریو بوخت شول .

په کورنو کې به غنم ورته نینې کېدل ،روغانۍ به ورته پخېدلې ،هګۍ به په اوبو کې ورته جوشېدلې او په کورونو کې به د سفر نور ټک وپوک ورته تیارېدلو.

دلاندي تر حلالېدلو وروسته به مسافرین هندوستان ته د خوارۍ مزدورۍ لپاره تلل .

له هرکلي څخه به هندوستان ته خلک ګروپ ګروپ روان وو .

په وړکتوب کې مي دکلي له کرم خان اکا څخه اورېدلي وو ،چې په هندوستان کې واوره نه اوري . په هندوستان کې هوا داسي توده وي لکه د لته په افغانستان کې  داوړي هوا په هندوستان کې موسم پر کار باندي بندیز نه لګوي ، خو په افغانستان کې ساړه بادونه ، واورین اورښتونه او دژمي راڼه کنګلونه پر کارو بار باندي بندیز لګوي .

ماتر لس کلنۍ پوري پاکستان نه پیژندلو او نه زموږ په کلي کې څوک داسي پیدا کیدو ، چې ووايي پاکستان هم کوم ملک او یا  دیار دی کنه ؟

ټولو کلیوالو به په دوعاګانو کې دهندوستان مسافر یادول او ویل به یې چې خدای(ج) دی دهندوستان مسافر بېرته په خیر راولي .

دافغانستان جنوب هندوستان وو او شمال يې بخارا و ه .

د ژمي په واورینو ورځو کې به موږ په جومات کې سبق ویلواو سواد به مو زده کاوه ، مور مي راته ویل ، چې زویه دا میرزايي زده کړه چې خط دي ورسره ښه شي ، میرزايي په پاړسو کې ده .

تره مي د دیني سبق تر څنګ  د ولسوالي دېګان میرزا ته وروستم ،چې خط را واچوي ، دیګان میرزا د لومړي خل لپاره پر یوه سپین کاغذ دوعا وسلام راته ولیکلو او مابه له سپین کاغذ څخه پر توره تخته  د میرزا راکړل شوی خط په کړک قلم باندي د تمرین په توګه لیکلو .

دوعا سلام څه داسي وو :

دوعا و سلام بخیریت انجام ،به صد شوق تمام ، بمثل ریګ بیابان و برګ درختان موی دلبران ….

په ډېر شوق مي دوعا او سلام زده کړو او بیا وروسته په مکتب کې  په دې پوه شوم ، چې خط خو زما د درنې ابۍ په ژبه هم لیکل کېدای شي ، یعني په پښتو هم لیکل کیږي ، میرزايي په پښتو کې هم شته ، هغه وو چې خپل خطونه لیکونه او نوټونه مي پښتو ته راواړول .

په شپرږم ټولکي کې وم چې یوه استاد مي راته وویل ، له امو تر اباسینه د سیستان او مشهد تر ریګي دښتو او له پامیره او چتراله رانیولي بیا د ملک                         تور ترغرونو پوري د خدای پا ک په ښاروالي کې دغه یوه نومره ځمکه  افغانانو ته قواله شوې ده ،چې اوس يې نو اوغانستان دی .

ها خوا هندوستان د هندوانو ملک دی ، د شمال خواته د ترکانو او دېګانانو ځمکې دي ، چې د جیحون رود یې له اوغانستان څخه جلا کوي .

دلمر لوېدو خواته یې ایران دی چې پاړسو وایې ، زموږ ژبه پښتو ده .

اوس يې دهمدغې نومرې ځمکې لمنې چې د افغانانو ملکیت دی په قیچي سکڼلي دي او په یوه نوي وطن پورې یې نښلولې دی ،چې پاکستان نومیږي .

په هماغه وخت کې ما د لومړي ځل لپاره د پاکستان نوم واورید لو ،خو کلیوالو لاهم هم له اباسین او بولان څخه اخوا وطن ته هندوستان ویلو .

هندوستان زموږ عنعنوي ادبیاتو ته هم لاره پیدا کړې وه ، په لنډیو بدلو او بوللو کې باربار دهندوستان د نامه یادونه کېده .

یوه ورځ مي دکلي د ملک کاکا په واده کې دچمبې  له ډپ ډپ سره دالنډۍ هم واورېده .

چې هورې ځې خال مي سهي کړه

دهندوستان د نجونو نشته شنه خالونه .

افغان فطرت اوس هم د پاکستان له نامه سره نابلده دی او د فطرت د وېش پر خلاف د مصنوعي ملک پاکستان پر ځای دهند د نیمي وچې ستر کلتور د خپل غرني او شډل مزاج مقابل طبیعت ګڼي .

په افغانستان کې د بې ثباتۍ له لومړنیو لحظو څخه دپاکستان مصنوعي او منفعت پرست ذهنیت دافغان وطن د اتنیکي قلیتونود استعمالولو هڅې شروع کړي ، کله کله خو يې د امو او اباسین تر منځ د افغان وطن د تاریخي هویت دبې رنګه کولو لپاره د فارس له لیساني شاونیزم سره هم مرسته شروع کړه .

اوس اوس چې د افغانستان دژبني هویت د پیکه کولو لپاره منظم حرکت دایران او توران پنجاب او کولاب په ګډ اشر سره پر مخ روان دی ، هڅه کېږي چې افغان انسان خپل هویت د فارسي ژبې په ویلو سره افغاني کړي .

پرون د کابل د دریمې کارتې په یوه رستورانت کې له یوه ایراني دیپلومات سره مخامخ شوم، دیپلومات په خپله زما مېز ته راغی ، د خبرو اترو غوښتنه يې رانه وکړه ما ورته وویل چې زه په فارسي نه پوهیږم ، که غواړې چې خبرې وکړو نو یو ژباړن پیدا کړه ،ایراني ته غصه ورغله ، ویل يې ته څنګه افغان يې چې په فارسي نه پوهیږې ؟

ماورته وویل لکه څنګه چې خمیني له یاسر عرفات سره په عربي خبرې نه شوای کولای ، زه هم د یوه افغان په توګه په خپل کور کې تاته د فارس په ژبه هرکلی نه شم ویلای .

دري زما د وطن یوه ژبه ده خو تاسو یې یو لغت هم د پهلوي فاشیزم په ډ کشنري که نه پریږدئ .

له لیږ خاموشي څخه وروسته یې وویل، ته پاکستانی یې ؟

ما ورته وویل زه افغان یم په افغان وطن کې به زما له هویت څخه متابعت کوئ او زما د کور د هوا ،فضا او ژبني افهام او تفهیم په چوکاټ کې به اوسئ .

زه د ایران لسان شریکه نه یم ،دلته هر فرهنګي رنګ دافغان وطن کلتوري رنګ دی ،ښه به وي چې زما له مېزڅخه پاڅیږې .

د هوټل هزاره شاګرد ته مي وویل ،چې زما خبرې ورته وژباړه ، دهوټل شاګرد هم په محلي هزاره ګي لهجه خبرې ورته وژباړلې او بیا یې ورته وویل، بخیز بخیز .

ایرانی دیپلومات هم اوچت ولاړشو .

عبدالله عبدالله  چې کله د باندنیو چارو وزیر وو ،لومړی خو یې د افغانستان په بهرنیو نماینده ګیو د افغان هویت ټولې تابلوګانې له منځه یو وړې او بیايې په بهر کې د افغانستان دهویت او شناخت ضد دیپلومات وګمارل او دستور یې ورکړ ،چې په خارجي سفارت خانو کې به دپښتو یو حرف هم نه پریږدي ، که چا په پښتو خبرې درسره کولې همدا به ورته وایاست ، چې تاسي پاکستانیان یاست .

زما د دې ادعا لپاره تاسو په اروپا او اسیا کې له هغو ټولو مسافرو هیوادوالو څخه وپوښتئ ، چې د خپلو کارونو لپاره یې افغاني سیاسي نماینده ګیو ته مراجعه کړې ده .

دعبدالله شعار دا دی ، چې تاجک له ټولو بهتر دي ، خو خپله یې دولس کاله کیږي د تاجکو د یموکراتیکه نماینده ګي په زور سره برمته کړ ‎ې ده .

همدا عبدالله او ورسره متعصب مریضان دي چې دهیواد د درنو ترکانو او ازبکانو ته د خام کله ، سپکه کلیمه استعمالوي .

همدا د ابشارو دعام وژنې قصابان دي ،چې دهیواد معظم توکم هزاره ګان،بیني پچق بولي .

همدا کوڅې ډبي جاسوسان دي ،چې پښتنو ته افغان غول وايي .

نو هیوادوالو ، عبدالله دپاکستان دستراتیژیک عمق لپاره ، عبدالله د ایران د فرهنګي عظمت طلبي لپاره ، عبدالله د روسي استخباراتو دپټو اهدافو لپاره ګمارل شوی دی .

دجوزا پر ۲۴مه نېټه دنیا ته وښایاست ، چې دلته پاکستانیان نشته ، چې د خپل ستراتیژیک عمق لپاره عبدالله انتخاب کړي ، دلته ایرانیان نشته ، چې د حوزه تمدني فارس لپاره ، عبدالله کامیاب کړي ،دلته روسان نشته ، چې جاسوس، د افغانستان د قدرت پرڅوکۍ  کښېنوي .

د جوزا په ۲۴ مه نېټه د پاکستان په خوله کې خاوري واچوئ . د جوزا پر ۲۴ نېټه  دایران مخ ورتور کړي. د یوه واحد هیواد د واحد ملت په توګه د خپل ملي موجودیت په ستر مارش کې سره راغونډ شئ او دملت د خام کله ، بیني پچق او غول له پیغوره خلاص کړئ .

7 COMMENTS

  1. ښاغلی قانع صاحب په ګوتو او قلم دې برکت شه.او الله (ج) دې ښه خوشاله اوږد ژوند دګران هیواد او درنو هیواد والو په خدمت کښې درکړې چې دافغا نیستان دشمنان ، ګا ونډیان او دهغوی لاس پوڅې (خلقیان ، پرچمیان ، اخوانیان او……..) ښه تره رسوا او مخ تورې کړې.

    • دتا ند ویبپاڼې او درنو لوستونکو څخه هیله کوم چې دا خبره وما ته روښا نه کړې چې :ولې زموږ دګران هیواد اسا سې قا نون دا سې جوړ شویدی چې انتخا با ت مو ودوهم پړا و ته ځې ؟ سره ددغه چې دبده مرغه دغه (۳۶)کاله کیږې چې وینه بهیدل زموږ په ګران هیوا دکښې روان دې. او حال دا چې زموږ لودیز ګا ونډ کښې دشیعه ګانو فا شیست رژیم اوپه سهیل ختیځ کښې تورلینګې منا فقیستان کښې انتخا با ت ودوهم پړا و ته نه ځې داولې ؟ زموږ دهیواد اسا سې قا نون ډیر متر قې او پیشرفته دی او که زموږ دفکر کموالی او ټیټوا لی دی؟

  2. قانع صاحب ښه شۍ دې ليکلي خو لږ ناوخته ځکه څو اونی د مخه دې په غني پسې ډېر شيان ليکلي وه خو که هغه رښتیا هم وي د اوس دپاره د هغو ليکل منا سب نوو خدای د وکړی چه ذما په نيوکه خپه نشې .ذه دومره درته وايم چه زه تل ستا له ليکنو ډير خوند اخلم ستا د لا نور برياليتوب په هيله

  3. ښا غلى قا نع صاحب
    وايي چې خوار خو خداى کړي نو دا دوس چا کړې؟ د متقا عد جنرال حميد ګل اکاډميک خبره مې بيرته د پيښور ښارهغو شپو او ورځو ته بيايي چې آى اس آى والا د مهاجرو کور په کور ګر ځيدل او د اميرانو ،قومندانانو جوړلو په لټه کې وه نه د هغو اکډميک افغانو چې هغوى په رښتيا سره د هېواد ملي زعامت لپاره څه کولاى شو.په لومړى سر
    ؛کې دا په خپله موږ يو چې تر اوسه پورې نه خپله خاوره ښه پېژنو اونه هغه تاريخي مسوليت چې دپښتنو لپاره يو حتمي خبره ده
    پښتنو سره له هماغه وخت کلک تعصب روان وه خو زموږ محا فظه کاره پروفيسرانو،پيسه خواره چې په نوم پښتانه دى او بيا د خپلو ګټو لپاره له هرڅه نه تيريږي دغه زمينه مساعده کړه چې حميد ګل د اکاډميک خبره وکړي، دبن معاهده راته قانوني وټاکي،او د ملګرو ملتو موسسه مو له يو بل فساد سر لاس او ګريوان کړي.زموږ د ولس ډير اوچت اکاډميک قشر له همدې وخت په لغته ووهل شو چې د آى اس آي لاس پر ډاګه ليدل کيږي.ستا ټولې څېړنې زموږ دولس لپاره د بيداري خبرې دى ، د پام هغه وړ نزاکتونه دى چې هم غيرت ورسره ملګرى دى او هم عزت هغه ټکي دي چې نه ېې حميد ګل زور لري او نه کوم بل خرڅ شوى افغان!موږ به تر څو په شا باش ! زنده باد او مرده باد باندې په اټکل غږيږو موږ ره په کار دې چې هر څه وه عالمانه،پښتني ، دينداري او بشپړه پېژند ګلوي کې وڅېړو تر څو پورې به موږ د بل په دروازې کې ولاړ يواوس ددې وخت دى چې پر واقعيتونو،دپوهې او استد لال په موازينو سره د خپل هېواد او خلکو اساسي ضرورتونه وپيژنواو له هر ډول سازش، چل او فريب، درغلي او بې ثباتي،ناوړه چلند او سپکتوب نه ځانونه وژغورو چې واېې : چېرې اګاه زړه،چېرې خلاص غوږونه او چيرې رڼا سترګې
    په مخه مو ښه ، بريالي اوسې
    په درناوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب