زمونږ هر څه له پلان او مقدمې پرته ترسره کیږي، هوښیاران وایې چې د ستر ټوپ اچولو د پاره انسان باید څو ګامه شاته لاړ شي، خو دا پریکړه بیا زمونږ له ورځنې ژوند سره اړخ نه لږوي، ځکه مونږ هر څه د سلیقي او خپلو شخصي ګټو په محور ترسره کوو. تل کارونه ناوخته را څخه کیږي، د ناوخته کیدا دپاره کافي زیات عذرونه لرو، د موټرو ګڼه، ګوڼه، د بلي غونډې غځیدا، ناوخته او بې وخته میلمانه او داسې ګڼې نورې بهانې چې ستاستو ټولو ښې ډیري زده دي، خو دا مو تل هیروي چې عذر بدتر له ګناه دی.
بله دا چې مونږ خپله هره بدبختې د تیرو دریو لسیزو په ناخوالو، جګړو او بد مرغیو ورغورځوو. یو وخت مې په یو بهرني دفتر کې کار کاوه، یوه ورځ مې له یو تن بهرني سره بحث ته غاړه کیښوده، بهرني د بحث شرط دا کیښود چې تیري دری لسیزې به زه نه یادوم، کله چې بحث پیل شو، ما د بهرني د خبرو په وړاندې د ویلو هیڅ نلرل، زه ورته مات شوم. زمونږ د بدمرغیو، بدبختیو مقدمه له تیرو دریو لسیزو پیلیږي، دا په دې مانا چې مونږ له تیرو دریو لسیزو هیڅ سم کار نه دی کړی، نه مو پیل کړی، نه مو د سم کار د کولو تکل کړی، بس د شکایت ستر اړمونه یو.
په هرصورت، په تیره یوه لسیزه کې چې افغانانو څومره قرباني ورکړي، بدمرغۍ یې لیدلي او ستونزو سره مخ شوي، یوه ستره ګټه یې دا تر لاسه کړي چې د بیان ازادۍ ورته په نصیب شوي، د رسنیو فعالیت، د مدني ټولنو رامنځته کیدا او بلاخره د سیاسي ګوندونو جوړښت افغانان دیته متوجه کړل چې دوی کولي شي د سنتي او پخوانیو جوړښتونو څخه را ووځي او په ځواکمنه توګه د نوی پېر له نوي چلند سره په خپله ټولنه کې مثبت او رغنده کردار ولوبوي. که د تیري یوې لسیزې نقد په بې پرې توګه ترسره شي، داسې ښکاري چې دا ټولنیز ارزښتونه هم مونږ تر پښو لاندې کړي دي، ګوندونه مو د ګوندونو شکل نه لري، مدني ټولنې مو د انجوګانو برخه وګرځیدي، رسنې د پردي کلتور، فرهنګ او سیاسي لوبو هېنداره وګرځیدي او بلاخره، افغان ځوانانو ونشوای کولي لکه څنګه چې ترې تمه کیده، د خپل ژوند دا مهمه لسیزه مدیریت کړي.
په دې لسیزه کې مونږ د افغان ځوانانو، په تیره بیا د پښتنو ځوانانو ګڼي ناکامي هڅې تر سترګو کوو، چې یوه بیلګه یې هم د ودان ګوند د ویشلي او بې رهبره جوړښت شتون دی، داسې ویل کیږي چې دا سم دم، رسمي سیاسي حزب دی، که دا خبره ریښتیا وي، نو کیدی شي د یویشتمي پیړۍ د افغان ځوان د استعداد، سیاسي فعالیتونو او فکري وړتیاو په وړاندې یوه لویه سوالیه وي؟؟. د ودان ګوند د تیرو دریو میاشتو سیاسي فعالیتونو ته ځغلنده نظر په لاندې توګه در وړاندې کوم:
ځوان سیاسي ګوند دی، ښه تکړه ځوانان په کې راغونډ شو ) له بده مرغه ټول پښتانه دي) پنځه کاله وروسته ورته په ګران افغانستان کې د سیاسي فعالیت زمینه په لاس ورغله، د ګوند غړي په دوه لارې کې هک پک ودریدل ـ شخصي ګټې وپالو که ملي ګټو ته اړم شو. ګوند مجبوره شو د ټاکنو د لومړي پړاو له پیل سره سم یوه غیري سیاسي اعلامیه خپره کړي، اعلامیې ټاکني د سیاسي بهیر مهمه کړۍ وبلله او خپلو غړو ته یې اجازه ورکړه چې هر چا پسې ځي خپل کار، خپل کردار، د ګوند اغیز او فکري جوړښت دړې وړې شو، ګوند په سیاسي لوبه کې بې ګتې او بې تاثیره پاتې شو، ګوند په سیاست کې ماتې وخوړه، هغه د چا خبره عقل یې وروستی شو، هغه چاره پرې وشوه، پرون د ودان ګوند له تحول او تداوم څخه ملاتړ وکړ، غړو یې د ګوندې سیاست د عملي کیدا خوښې تجلیل کړه، خپل زور ورته تر خپله ځانه ستر ښکاره شو ( چې دا نو بیا پرخپل ځان د نه باور لویه نښه ګڼل کیږي) اوس چې ټاکنو ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي، اوس نو لازمه ده چې ګوند د پنځو کالو سیاست په پنځه ورځو کې وکړي !!.
د سیاست ګڼ تعریفونه کیږي، خو تر ټولو مهم تعریف یې دا دی چې له فرصتونو معقولي استفادې ته سیاست وای، په دې مانا چې سیاست له عقلانیت سره نښتی دی، کله چې مونږ سیاست کوو باید هر څه په تول برابر ترسره کړو، کنه، فرصتونه به را پورې وخاندي.
زمونږ نوی سیاسي بهیر او ګوندې سیاست همداسې دی، له زړو ګرګو څه ګیله ـ اسمان په کاڼو ویشتل دي. د سیاست تر ټولو ارزښتناکه تیوري دا وایې ـ چې سیاست وکړئ، کنه سیاست در باندې کیږي. تر څو چې مو د شخصي ګټو او ملي ګټو توپیر نه وي کړی، نکریزې به مو تل له اختر وروسته په دیواله پرتې وي او سیاست به د لنډغرو انډوخر وي.
د ودان افغانستان په هیله