سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهحکومت د طالبانو ۱۰۰ بندیان په پروان کې خوشې کړل

حکومت د طالبانو ۱۰۰ بندیان په پروان کې خوشې کړل

uuتاند، دوشنبه، د جوزا ۵مه: د ملي امنیت شورا وايي، د ولسمشر غني په امر یې د ښه نیت لپاره د ۲ زره طالبانو د خوشې کولو لړۍ پيل کړه او نن یې په پروان ولایت کې غالبا له بګرام زندان څخه ۱۰۰ طالبان ازاد کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د پروان له زندان څخه نن ۱۰۰ تنه طالب بندیان د سولې پروسې د پرمختګ، د اوربند د دوام او مخامخ مذاکراتو د ژر تر ژره پیل په خاطر خوشې شوي دي.

ولسمشر غني څه موده وړاندې په لومړي پړاو کې د ۱۵۰۰ طالبانو د خوشې کولو امر کړی و چې هغه پروسه د ۱۰۰۰ بندیانو په خوشې کېدو تاوتریخوالي کمولو ته د طالبانو د نه ژمنتیا له کبله ودرول شوه.

اروپايي ټولنه: بندیان باید د اوربند د دوام په شرط خوشې شي

بلخوا طالبانو هم ویلي وو چې ۲۷۶ افغان بندیان یې خوشې کړي دي، خو حکومتي لوري یوازې ۱۰۵ تنه په کې افغان نظامیان وبلل او باقي پاتې یې ملکیان یادول چې په وینا یې طالبانو تازه له لویو لارو نیولي وو.

د افغان حکومت لخوا د ۲ زره طالبانو د ژر تر ژره خوشې کولو پرېکړې ته امریکا او طالبانو دواړو هرکلی ویلی او امریکا ډاډ ورکړی دی چې هڅه به وکړي له طالبانو سره اوربند دوامدار وساتي او یا هم اورکم رامنځته کړي.
بلخوا طالبانو هم د حکومت دا پریکړه ستایلې او دا یې افغاني مذاکراتو ته د تلو پر لور مهم ګام بللی دی.

د افغانستان حکومت غواړي چې ټولټال ۳۶۰۰ طالب بندیان خوشي کړي

پامپیو په افغانستان کې اوربند د سولې د هڅو لپاره مهم فرصت وباله

2 COMMENTS

  1. باید د بندیانو ویښتان ټول ور لنډ او یا بالکل وخرییل شی. دوی له سڼو او اوږدو ویښتانو سره په ډیر ویاړ بیا د جنګ میدان ته ځی حد اقل باید ویښتان یی ښه ور کل شی بیا یی خوشی کړی.

  2. ملنګ ورور لکه چی خپله ورېښتان او څوڼی نلری نو ځکه ئې د بل په وریښتانو کَست کیږی البته شوخی می وکړه.
    امّا خبره په خریلی یا څونوړ کوټی کی نه ده بلکه خبره د کوټی په دننه برخه پرتو سپینو موادو ( مغزو ) کی ده
    تر څو چی دا سپین ( خو زنګ وهلی ) ماغزه د رښتینی انسانیت او افغانیت او اسلامیت د مینی په موادو و نه مینځل سی نو یوازی د کوټی د وریښتانو خریل به کومه ګټه ونلری.
    هیله ده زموږ دا له بنده خوشی سوی ګران وړونه او وطنداران د خپلو افکارو او عقائدو د څرنګوالی په هکله تجدید نظر وکړی او ځانو ته سمه د فلاح او نیکمرغی او بریالیتوب لیاره غوره او د وولس په لمن کی خپل عادی ژوند ته ادامه ورکړی او د پنجاپی او انګریزی جهاد د وهمی ثواب د بطلان په عقیده ځان سمبال کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب