یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: بندیان باید د اوربند د دوام په شرط خوشې شي

اروپايي ټولنه: بندیان باید د اوربند د دوام په شرط خوشې شي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۵مه: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او کاناډا سفیرانو د روان درې ورځني اوربند د تمدید غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر رولانډ کوبیا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، که بندیان د باور جوړونې لپاره خوشې کېږي نو باید اوربند هم وغځول شي.

کوبیا له اوربند پرته د طالب زندانیانو خوشې کول خطرناک بللي دي، ځکه د ده په وینا د ولسمشر غني په امر د ۲ زره بندیانو خوشې کول شاید په دې تمام شي چې دوی بیرته وسله واخلي: ((د اوربند د نه غځولو په صورت کې د باور فضا نشي رامنځته کېدای، په دې اړه باید پوره دقت نه کار واخیستل شي.))

همدا راز د کاناډا سفیر ډیویډ مټکالف بیا د اوربند د غځولو تر څنګ ژر تر ژره د افغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې ده.
نوموړي د دواړو لوریو تر منځ د روان اوربند هرکلی هم کړی دی او ویلي یې دي چې اوس د دولت او طالبانو د مخامخ خبرو وخت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لخوا د اوربند تر اعلان وروسته ولسمشر غني د نیک نیت په خاطر هم تهاجمي عملیات درولي او هم یې د ۲ زره طالبانو د چټکې ازادۍ امر کړی دی.
د ولسمشر په وینا حکومت به نور اقدامات هم واخلي، چې دا کار یې په نړیواله کچه ستایل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب