یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچین: افغانستان سولې ته نږدې شوی، خو لاره هواره نه ده

چین: افغانستان سولې ته نږدې شوی، خو لاره هواره نه ده

تاند، دوشنبه، د جوزا ۵مه: د چین د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد د ۱۳مې ملي کنګرې په څنډه کې ویلي، د افغانستان خلک د جګړې تر سیوري بهر د ژوند حق لري.
د چین د بهرنیو چارو وزیر واینګ يي زیاته کړې افغانستان په وروستیو څو میاشتو کې تر بل هر وخت سولې ته ډېر نږدې شویدی، خو په وینا یې دا لاره هواره او چندان پاکه نده.

نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د پایداره سولې لپاره پنځه اقدامات سمدواره ترسره شي چې د پایداره او یو موټي دولت رامنځته کول په کې لومړنی شرط دی: ((د سولې لپاره چوکاټ جوړول، د بهرنیو ځواکونووتل، له ترهګرۍ سره مبارزه او له ګاونډیو هیوادونو څخه یېد بهرني ملاتړ رامنځته کېدل افغانستان سولې ته رسولی شي.))

وانګ یي ټینګار کړی چې د سولې ټوله پروسه باید د افغانانو لخوا مخته یوړل شي تر څو هغوی خپل برخلیک پخپله وټاکي: (( افغانستان د سولې ځینې اهداف ترلاسه کړي دي، غني او عبدالله یو نوي دولت باندې هوکړه کړې ده اوهمدا راز د طالبانو لخوا اوربند هم مذاکراتو ته د دغې ډلې تمایل ښيي.))

د چین د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ټینګار کړیدی چې هېواد به یې افغانستان په داخل کې د مذاکراتو د پرمختګ او د اقتصادي ودې لپاره افغانستان ته له سیمې سره د مشارکت امکانات برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب