یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجلال اباد: د تېلو ټانک کې اورلګېدنې ۱۰ کسان ژوبل کړي، ۲...

جلال اباد: د تېلو ټانک کې اورلګېدنې ۱۰ کسان ژوبل کړي، ۲ یې وژلي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۵مه: د ننگرهار چارواکي وايي، د دې ولایت په څلورمه ناحیه کې د تېلو په یو ټانک کې اورلګېدنې ۱۰تنه ژوبل کړي او ۲ نور یې وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تاند ته پېښه تاییدوي او وايي، نن غرمه د تېلو یو ټانک کې تر اورلګېدنې وروسته ۱۰ تنه ژوبل شوي چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهرعادل تاند ته وویل، چې د پېښې له ځایه ۱۰ ژوبل کسان او ۲ مړي ور وړل شوي دي.

ظاهر عادل هم تاییدوي چې د پېښې د ټپيانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

1 COMMENT

  1. وژل سوو کسانو ته د مغفرت او زخمیانو ته د شِفا په هیله.
    د تیلو د توزیع ځایونه باید د ښار په منځ او د هستوګنی په سیمه کی شتون ونلری ځکه د پیښی د رامنځته کیدو په صورت کی د انسانی او مالی تلفاتو د کچی احتمال جګ وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب