یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د حکومت له لوري د ۲ زره بندیانو د خلاصون هرکلی...

طالبانو د حکومت له لوري د ۲ زره بندیانو د خلاصون هرکلی وکړ

تاند (دوشنبه، د جوزا ۵مه) طالبانو د افغانستان د حکومت له لوري د ۲ زره طالب بندیانو د خلاصون هرکلی وکړ خو ویې ویل چې باید د دوی ۵ زره بندیان خوشي شي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«له مقابل جهت څخه د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام دی. د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زره بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي، باید دغه پروسه تکمیل شي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مخکې خنډونه لېرې شي.»

ولسمشر د بندیانو د خوشې کولو څلورم فرمان هم ورکړ

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې، چې د بین الافغاني خبرو نوم ورکړل شوی، د مارچ په لسمه پیل شوې وای.

د افغانستان حکومت تتراوسه پورې د طالبانو ۱۰۰۰ بندیان خوشي کړي دي.

خو ولسمشر غني پرون د اختر په لومړۍ ورځ وروسته له دې چې طالبانو د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، ژمنه وکړه چې ۲ زره نور طالب بندیان به هم خوشي کړي.

د طالبانو ویندوی ویلي چې دوی هم حاضر دي چې د افغانستان د حکومت بندیان خوشي کړي.

طالبانو ویلي چې د خپلو ۵ زره بندیانو د خلاصون په بدل کې به ۱۰۰۰ برمته عسکر، پولیس او دولتي مامورین خوشي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو برون د ولسمشر غني له لوري د ۲ زره طالب بندیانو د خلاصون هرکلی وکړ خو ویې ویل، پکار ده چې ټول ۵ زره بندیان خوشي شي.

پامپیو په عین حال کې له طالبانو وغوښتل چې له خپلې ژمنې سره سم، خوشي شویو او خوشي کېدونکو طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې بیا د جنګ جبهو ته لاړ شي.

پامپیو په افغانستان کې اوربند د سولې د هڅو لپاره مهم فرصت وباله

1 COMMENT

  1. د اختر پیام د وصل دی نه د فصل . د اختر پیام د جوړولو دی نه دورانولو ، د اختر پیام د خیر او خیګڼی دی نه د بغض او عداوت ددوام . افغانانو ! خپل کور نور مه ورانوی ! نور خپل کور مه ورانوی ! ورانول اسانه او جوړول سخت دی ! اول خپل کور جوړ کړی ، څوک چه خپل کور خرابوی هیڅکله د عزت خاوند نه شی کیدلای .اول را ځی چه د خپل کور د جوړ ولو د پاره سره یوځای ملا وتړو او بیا وروسته خپل فکری اختلافات د خبرو او تفاهم په آزاده فضا کی په خپل کور کی سره حل کړو ، یو دبل نظر او سلیقه تحمل کړو . د افکارو اختلاف او تفاوت د انسان په تاریخ کی یو منلی او دوام داره حقیقت دی ، د مذاهبو تعدد هم ددغه حقیقت یوه بلګه ده . اصلآ په کائناتو کی د تفاوت اصل یو واقعیت دی ، داسی هیڅ موجود نه شی پیداکولای چه د هغه په شان ، دی کټ مټ بل موجود وجود ولری ، حتی دوه غبرګولی هم یود بله تفاوت په جسم اوروح کی لری ، په نړی کی ۸ میلیلرده انسانان د ۸ میلیارده مختلفو انجنری نقشو د مخی دیزاین شوی او خلق شوی ، په هر انسان کی منفی او مثبتی انګیزی البته به مختلف انداز وجود لری. ددی ټولو واقعیتونو یوه معنی دا هم ده چه مثبتی انګیزی سره وصل او غښتلی کړل شی او منفی انګیزی او فکتورونه د تفاهم ، دیالوګ او یوبل ته د مشورو او بحثونو د لاری کم کړل شی او یا هم محو کړل شی ، د خیر او نیکی رسولویا دعوت یو مفهوم د اسلام د نظره همدغه دی . خو ددغه واقعیتونوا موجودیت معنی هیڅکله هم دا نه ده چه د فکری یا سلیقوی تفاوتونو په بنا چه هر څوک وغواړی خپله مفکوره او سلیقه په ټول کور باندی ومنی جنګ ته مخه کړو او خپل کور خراب کړو او خپل خلک ووژنو . دا لوی کور زموږ ګران افغانستان دی ، د افغانستان نه بیرون موږته افغان ویل کیژی . هو زموږویاړلی او تاریخی کور افغانستان دی ، په افغانستان کی امنیت دی ، ملی پیوستون دی ، د ملت سوکالی ده ، د ملک د آبادی اوواقعی خپلواکی ( په ځان بسیایی ) خواته د ټول ملت حرکت دی، هغه خپلواکی چه زموږ لاس نورو ته اوږد نه وی ، بلکه موږ یی نورو محتاجو ملکونو ته ورکړو ، اوس زموږ په مملکت کی د غربت کچه داده چه ۶۰ فیصده خلک د فقر د خط لاندی ژوند لری ، موږپه میلیونونو افغانان په جنګونو کی شهیدان شوی او یا هم معیوب شوی ، دهغوی کورنی بی سرپرسته پاته دی ، په میلینونو افغانان مهاجرشوی او بی ځایه شوی ، د جنګ نه علاوه طبیعی افاتو هم دغه غریب ملک ځپلی ، دادی اوس د کرونا د وبا سره هم مخامخ شوی ، که څه هم افغانستان فعلآ د فقر او ناداری سره مخامخ دی خو په حقیقت کی ډیر قوی مالی او اقتصادی زیرمی او فرصتونه لری ، خو به دی شرط چه د ددی ملک د ورانولو نه لاس واخلو او یو پایداره امنیت ته لاره هواره شی ، نو بیا به په دیره چټکی سره زموږ کور( افغانستان ) د فقر او احتیاج نه د خلاصون په لور حرکت وکړی . او هغه روځ به ډیره لیری نه وی چه افغانستان په د بډای او پرمخ تللیو ممالکو په قطار کی ودریژی . په آخر کی بیا هم غږ کوم چه افغانانو خپل کور مه ورانوی ، د اغیارو د اهدافو ابزار مه جوړیږی . د اسلام او ددغه نژدی ۵۰ کلونو تاریخ اولنی درس دادی چه خپل کور( افغانستان ) د جوړو لو د پاره بی له دی نه چه نور وخت ضایع شی په اخلاص ، صداقت او ورورولی متحد او منسجم شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب