Homeخبرونهولسمشر د بندیانو د خوشې کولو څلورم فرمان هم ورکړ

ولسمشر د بندیانو د خوشې کولو څلورم فرمان هم ورکړ

تاند، یکشنبه، د جوزا ۴ مه: ولسمشر غني د کورونا او کوچني اختر په خاطر د یوې بلې ډلې بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.

دا د کورونا اړوند د بندیانو خوشې کولو او طالبانو د خړشې کولو له فرمان وروسته په اخرو څو میاشتو کې څلورم فرمان دی چې ولسمشر یې صادروي.

تر دې وړاندې د یو فرمان له مخې د ۵ زره طالبانو، بل فرمان کې د ۱۰ زره جنایي بندیانو او دریم فرمان کې د ۱۲ زذه جرمي بندیانو د خوشې کولو امر شوی و.

د زندانونو د تنظیم ریاست ویاند فرید بایاني تاند ته وایي، د نوي فرمان له مخې پرون شنبه د بندیانو خوشې کولو لړۍ پیل شوه.

د بایاني په خبره نوي فرمان کې هغه کسان هم خوشې کیږي چې ماشومان دي او یا په عمدي قتل کې یې د مرستندوی رول ادا کړی وي یا هم حکومت د مالیاتو نه ورکولو په جرم نیولی وي: (( دړی د پریکړې له مخې د عفوې او د زندان مودې له تخفیف مزایاو څخه برخمنیږي.))

فرید بایاني زیاته کړه، د ولسمشر د نوي فرمان له مخې پرون او نن ۱۰۰ څخه زیات بندیان خوشې شوي دي او دا لړۍ به دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د فرمانونو له مخې تر اوسه ۱۰۰۰ تنه طالبان او شاوخوا ۱۰ زره جرمي او جنایي بندیان خوشې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...