Homeخبرونهولسمشر ۲ زره طالبان خوشې کوي، طالبانو یې هرکلی کړی دی

ولسمشر ۲ زره طالبان خوشې کوي، طالبانو یې هرکلی کړی دی

تاند، یکشنبه، د جوزا ۴ مه: ولسمشر غني د حسن نیت په موخه د ۲ زره طالب زندانیانو د ازادېدو خبر ورکړی دی.

ولسمشر نن مازیګر په دې اړه له خپل دویم مرستیال استاد سرور دانش، د سترګې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، لوی څارنوال فرید حمیدي، فضل محمود فضلي، د ملي امنیت عمومي رئیس احمدضیا سراج او د زندانونو چارو د تنظیم عمومي رئیس احمد راشد توتاخېل سره ځانګړې ناسته کړې.

ولسمشر غني په دې غونډه کې د اختر په ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند اعلان ته د حسن نیت ښودلو په موخه د دوه زره طالب زندانیانو د ازادېدو بهیر د پیلولو دستور ورکړ.

بلخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د دې اعلان هرکلی کړی او په خپل ټویټر یې لیکلي له مقابل جهت څخه د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام دی.

د شاهین په خبره د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي: (( باید دغه پروسه تکمیل شي ترڅو د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې خنډونه لیري شي او ورپسې پرمختګونو ته زمینه مساعده شي.))

سهېل شاهین زیاته کړې له دې سره هم مهاله طالبان هم په خپله خوا کې د بندیانو خلاصون ته متعهد دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...