جمعه, مې 10, 2024
Home+قاموس پوهنه او دایرةالمعارف لیکنه | پوهاند محمدبشیر دودیال

قاموس پوهنه او دایرةالمعارف لیکنه | پوهاند محمدبشیر دودیال

(Lexicography and Encyclopedia)
(لومړۍ برخه)

په څیړنه، زده کړه او علمی چارو کی د پوهنتونو درسی کتاب Textbook، د یوه هیواد احصائیوی کلنۍ( Statistical yearbooks)، دایرة المعارفونه (Encyclopedia) او قاموسونه (Dictionary )ډیر اعتباری او ضروری مرجع اثار او اخځ شمېرل کیږی. په تیره بیا نن ورخ قاموسونه؛ او هغه هم تشریحی قاموسونه، د محصلانو او څیړونکولپاره یو مهم ضرورت دی. اوس لله الحمد زموږ پوهنتونونه څه ناڅه کاغذی چاپ درسی کتابونه لری، بریښنایی کتابتونو ته هم لاسرسی لرو، خو ورسره یو ځای یوشمیر مرستیال موادو لکه زموږ په خپلو رسمی ژبو واضح او رنګه اطلسونو، لارښود جدولونو(لکه دمندلیف تشریحی او اسانه شوی دکیمیا جدول، لوګارتم، د طبیعی منحنی t جدول…)، په لویو او کوجنیو مقیاسونو رنګه نقشو (طبیعی، سیاسی، صنعتی، …)، Tables، سمبولونو اومخففاتو او دخپلو ژبو قاموسونو ته لا هم اړتیا شته چې کار ورباندې وشي. نړۍ په هر ډګر کې په تولید او صنعت سره پرمخ ولاړه، پورته مثالونه ټول علمی او اکاډمیک تولیدات او صنعتونه دی .

په دې لړ کې زموږ یوه اړتیا قاموس لیکنه ده . دغه وړتیا تر ډیره په لغت پوهنې ( lexicology) پورې اړه لري. په ټوله نړۍ کې؛ آن ډیرو بیوزلو او وروسته پاتې هیوادو هم دخپلو رسمی ژبو او هم آن د خپلو لږګیو او محلی ژبو لپاره قاموسونه لیکلی او په کاغذی بڼه او آنلاین یې د علمی مرکزونو او نړیوالو لپاره په واک کې ورکړی دی، دې ته Lexicography او په ایران کې ورته فرهنګ نګاری وایي. دهندوستان علمی مرکزونو او پوهنتونونو ، ایران او جاپان په آسیا کې په دې برخه کی ډیر کار کړی دی، دروسی ژبی قاموسونه او انسایکلوپیدیا هم نړیوال نوم لری، همداسې دجرمنی ژبې یادونه کیدای شی، انګلیسی ژبه خو بیخی وتلی قاموسونه لری چی زموږ او تاسو د هریوه په جیب کې هم شته. کله چې خپل سمارت مبایل روښانه کړو، ډیرژر یی پرمخ د انګلیسی ژبی دکشنری راڅرګندیږی. زموږ په کتابتونو کې خامخا د امریکانا او بریتانیکا دایره المعارفونو مکمل سیت له A تر Z پورې شته او هره ورځ ورته خامخا مراجعه کوو. د بیلابیلو هیوادو پوهان لګیا دی او دې برخو کې نور کار هم کوی، دا د دوی د اوچت شعور او فرهنګی مناسبې کچې ښکارندویه ده. دوی په دې کارسره نه یواځې خپل ملی فرهنګ ته، بلکې نړیوال فرهنګ ته خدمت کړی او کوي یې. نړۍ ، ملګری ملتونه او د ملګرو ملتونو د یونسکو اداره دوی ته دقدر په سترګه ګوری اود دوی کارستایی . له بده مرغه موږ افغانان په څو علتونو دې برخه کې وروسته پاتې شوی یاستو:

• ناولی، بې ګټې، تبا کوونکی ۴۷کلنه کورنۍ جګړه،
• د نورو په تمه پاتې کیدل او د نورو تر اغیز لاندې راتګ،
• اقتصادی ناتوانی،
• ملی کلتور سره بی توپیره چلند او دې برخه کی ضعیف احساس او دمسئولیت نه درک کول،
• د حکومتونو له خوا دې برخو کې د روښانه، لارښوونکی،هڅوونکی او متعهدې ستراتیژی نه لرل،
• د خپلو پوهانو، څیړونکو د کارونو خنډ کیدل، هغوی په بیلابیلو نومونو تورنول، تهدید، تخویف، تکفیر او بالاخره په فزیکی ډول یې له منځه وړل،
• په ملی اډانه کې د هیواد دټولو ژبو لپاره د بی تعصبه او بی تبعیضه عملی علمی کار کولو پلان نه لرل،
• دعلمی مراکزو لپاره د کافی بودجی نشتون، د پوهانو او قلموالو بی بضاعتی ،
• په ټولنه کی د سواد دعمومی کچې ټیټوالی، دهیواد دعلمی ادارو او فرهنګی مرکزونو ترمنځ نه همغږی او دخپل منځي توامیت او ګډ کار نشتوالی،
• دعلمی پروژو لپاره د پروپوزل په لیکلو کې ستونزی او له حکومت څخه په دی برخه کی د بودجی او له نړیوالو موسساتو څخه د فنډونو په ترلاسه کولو کې پاتې راتلل،
• د تجربه لرونکو پوهانو له هیوادڅخه وتل، له یو نسل څخه بل نوی نسل ته د علمی تجربې د لیږد په برخه کی لوی تشیال راتلل او دکلتوری سیستماتیکی ودې د لړۍ مظلومانه پرې کیدنه،
• د پردیو استبدادی لاسوهنې او اګاهانه یرغلونه.
• د کلتوری او علمی مرکزونو دفزیکی زیربنا لوټ کیدل او داسې نور مثالونه چی دلته یی لیکل خواشینوونکی دی.
د خپلې شخصي تجربې له مخې ویلای شم؛ هغه وخت چې ماته د آریانا دایرة المعارف د انستیتیوت د آمریت مسئولیت راوسپارل شو، دغه ستونزې ټولې راته مخې ته ودریدې. په ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان د اسلامی دولت د عالی مقام د (۱۱۶)ګڼه فرمان له مخې، چې د همدې کال د زمری په ۱۴مه صادر شوی و، د آریانا دایرة المعارف د دوهم دور (وروسته تر پنځوسو کلونو) د کار دستور د افغانستان د علومو اکاډمی ته ورکړل شو. د دایرة المعارف دوهمه دوره باندې کار د افغانستان د علومو د اکاډمی دایرةالمعارف دریاست له خوا پیل شو، خو لومړی ټوک یې (الف توری په۱۰۰۳ +۳۳مخونوکې ) په ۱۳۸۵ کال کې تکمیل او په ۱۳۸۶ کال کې چاپ شو، ټوله دوره یې په لسو کلونو کې تر (ی) توري پورې په ۷۰۰۰مخونو کې تکمیل شوه، هیله ده درېیمه دوره یې هم دوام ومومی او دغه د افغانستان انسایکلوپیدیا بیا توقف ونه مومی. په دغه دوره کې دافغانستان د علومو د اکاډمی ډدیرو قدرمنو،پوهې او ملی فرهنګ ته دژمنو او خواریکښو پوهانو او څیړونکو او د کابل پوهنتون قدرمنو استادانو نه ستومانه کیدونکی او د درناوی وړ زیار وګاله. دغو قدرمنو دانشمندانو د ارتیکلونو د لیکنې، ژباړې او ادیت کار په پوره حوصلې ترسره کړ او دافغانستان د بډای او ژور معنویت د ثبوت بریالۍ آزمونیه یی ترسره کړه. د مدخل کولو، تثبیت او نهایی کولو کار یوه د ډیر دقت وړ پروسه وه. همداسې هم د افغانستان د علومواکاډمی په څو قاموسونو کار کړی چې اوس زموږ دهیواد ټولو علمی مرکزونو کی موجود دی. موږ د افغان قاموس سلسله یادولای شو. د دایرة المعارف لومړنی مدیریت په ۱۳۲۰کال کی د افغانستان د علومو اکاډمی له جوړیدو مخکې تاسیس شوی و، چې د علومو د اکاډمی په تاسیس سره دغه مدیریت د یوه ریاست په چوکاټ کی پکې مدغم شو، خو د قاموسونو سلسله له ۱۳۳۹ل. کال څخه راپیل کیږی. لومړنی قاموس د افغانستان جغرافیایی قاموس و، چې په شپږو ټوکونو کې تکمیل شو. دې سره یو ځای یو څو تشریحی قاموسونه هم چاپ شول. دغه سلسله له ۱۳۵۵کال وروسته ودریده، خو په ۱۳۵۸ کال کې پښتو او دري- پارسي، بیا انګلیسی تشریحی او لغوی قاموسونه بیا چاپ شول اوتر ۱۳۶۵ کال پوری د علومو اکاډمی د ژبو او ادبیاتو انستیتیوت ، دژبپوهنې څانګې ډیر د قدر وړ کارونه وکړل. له دې وروسته یو ځل بیا له ۱۳۸۱کال څخه د قاموس لیکنی چارې پیل او څو قاموسونه چاپ شول. له ۱۳۸۵ کال وروسته د ارایانا دایرة المعارف دوهم دور مطبعی ته واستول شو او او له (الف) تر (ی) پورې بشپړ شو.

قاموسونه او دایرة المعارف لیکنه بیلابیل ډولونه لری. دا دپوهی یو جلا او پراخ ډګر دی. موږ عمدتاً د مفاهیمو قاموس او د لغاتو قاموس څخه خبرې کولای شو.
(پاتې په راتلونکی برخه کې)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب