یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې چاودنې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په کندهار کې چاودنې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند() د کندهار په میانشین ولسوالي کې د اختر په دوهمه د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۵ غړیو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کندهار چارواکي وايي، چاودنه د ملکیانو د موټر په لاره د میاشنین ولسوالۍ په تناوچي سیمه کې ماسپښین مهال وشوه. د چارواکو په وینا د سپرلیو موټر د اروزګان ولایت له مرکز ترینکوټ څخه کندهار ته روان و.

په دې پېښه کې یوه ښځه، دوې ماشومانې او یو ماشوم وژل شوي او د کورنۍ مشر، چې موټر یې چلاوه، ژوبل شوی دی.

ټپي د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ روغتون ته رسول شوی دی.

تراوسه د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو د سړک د غاړې بمونه او ماینونه عموماً طالبان ږدي.

طالبان عموماً د دولتي ځواکونو لپاره ماینونه ښخوي خو معمولاً د دوی بمونه د ملکي وګړو موټرونه الوزوي.

2 COMMENTS

  1. د اختر پیام د وصل دی نه د فصل . د اختر پیام د جوړولو دی نه دورانولو ، د اختر پیام د خیر او خیګڼی دی نه د بغض او عداوت ددوام . افغانانو ! خپل کور نور مه ورانوی ! نور خپل کور مه ورانوی ! ورانول اسانه او جوړول سخت دی ! اول خپل کور جوړ کړی ، څوک چه خپل کور خرابوی هیڅکله د عزت خاوند نه شی کیدلای .اول را ځی چه د خپل کور د جوړ ولو د پاره سره یوځای ملا وتړو او بیا وروسته خپل فکری اختلافات د خبرو او تفاهم په آزاده فضا کی په خپل کور کی سره حل کړو ، یو دبل نظر او سلیقه تحمل کړو . د افکارو اختلاف او تفاوت د انسان په تاریخ کی یو منلی او دوام داره حقیقت دی ، د مذاهبو تعدد هم ددغه حقیقت یوه بلګه ده . اصلآ په کائناتو کی د تفاوت اصل یو واقعیت دی ، داسی هیڅ موجود نه شی پیداکولای چه د هغه په شان ، دی کټ مټ بل موجود وجود ولری ، حتی دوه غبرګولی هم یود بله تفاوت په جسم اوروح کی لری ، په نړی کی ۸ میلیلرده انسانان د ۸ میلیارده مختلفو انجنری نقشو د مخی دیزاین شوی او خلق شوی ، په هر انسان کی منفی او مثبتی انګیزی البته به مختلف انداز وجود لری. ددی ټولو واقعیتونو یوه معنی دا هم ده چه مثبتی انګیزی سره وصل او غښتلی کړل شی او منفی انګیزی او فکتورونه د تفاهم ، دیالوګ او یوبل ته د مشورو او بحثونو د لاری کم کړل شی او یا هم محو کړل شی ، د خیر او نیکی رسولویا دعوت یو مفهوم د اسلام د نظره همدغه دی . خو ددغه واقعیتونوا موجودیت معنی هیڅکله هم دا نه ده چه د فکری یا سلیقوی تفاوتونو په بنا چه هر څوک وغواړی خپله مفکوره او سلیقه په ټول کور باندی ومنی جنګ ته مخه کړو او خپل کور خراب کړو او خپل خلک ووژنو . دا لوی کور زموږ ګران افغانستان دی ، د افغانستان نه بیرون موږته افغان ویل کیژی . هو زموږویاړلی او تاریخی کور افغانستان دی ، په افغانستان کی امنیت دی ، ملی پیوستون دی ، د ملت سوکالی ده ، د ملک د آبادی اوواقعی خپلواکی ( په ځان بسیایی ) خواته د ټول ملت حرکت دی، هغه خپلواکی چه زموږ لاس نورو ته اوږد نه وی ، بلکه موږ یی نورو محتاجو ملکونو ته ورکړو ، اوس زموږ په مملکت کی د غربت کچه داده چه ۶۰ فیصده خلک د فقر د خط لاندی ژوند لری ، موږپه میلیونونو افغانان په جنګونو کی شهیدان شوی او یا هم معیوب شوی ، دهغوی کورنی بی سرپرسته پاته دی ، په میلینونو افغانان مهاجرشوی او بی ځایه شوی ، د جنګ نه علاوه طبیعی افاتو هم دغه غریب ملک ځپلی ، دادی اوس د کرونا د وبا سره هم مخامخ شوی ، که څه هم افغانستان فعلآ د فقر او ناداری سره مخامخ دی خو په حقیقت کی ډیر قوی مالی او اقتصادی زیرمی او فرصتونه لری ، خو به دی شرط چه د ددی ملک د ورانولو نه لاس واخلو او یو پایداره امنیت ته لاره هواره شی ، نو بیا به په دیره چټکی سره زموږ کور( افغانستان ) د فقر او احتیاج نه د خلاصون په لور حرکت وکړی . او هغه روځ به ډیره لیری نه وی چه افغانستان په د بډای او پرمخ تللیو ممالکو په قطار کی ودریژی . په آخر کی بیا هم غږ کوم چه افغانانو خپل کور مه ورانوی ، د اغیارو د اهدافو ابزار مه جوړیږی . د اسلام او ددغه نژدی ۵۰ کلونو تاریخ اولنی درس دادی چه خپل کور( افغانستان ) د جوړو لو د پاره بی له دی نه چه نور وخت ضایع شی په اخلاص ، صداقت او ورورولی متحد او منسجم شی

  2. د طالب ډلی په اوربند کی څه تاوان دی ؟

    د جنګ زیان ملت ته متوجه دی ، هغه ملت چه د ۱۴۰۰ کلونو نه مسلمان دی او مجاهد . باید د افغانستان د مظلوم ملت د ترور ، قتل یا قتل عام نه لاس واخیستل شی ، که نه عاملین به د قهار خدای (ج)په عذاب اخته شی .

    په هر مملکت کی چه د دو متخاصمو طرفونو په منځ کی که دا حکومت وی او یوه ډله ، او یا ددوو ډلو په منځ کی ، معمول اصل همدا دی چه د مذاکراتو نه مخکی مکمله ډزبندی وشی ، اوبیا تر هغه وخته چه مذاکرت روان وی باید دغه اوربند قایم او حاکم وی . کله چه توافق د صلحی را منځ ته شی نو بیا اروبند دایمی کیژی ، او دواړه طرفه مسؤل دی چه د خپل توافق مواد یو یو په خپل وخت عملی کړی .

    دلته په افغنستان کی ددغه عام اصل خلاف اوس ګورو چه طالبان اول اروبند نه کاوه ، بیا یی چه اوربند وکړ هغه هم ۳ روځی د اختر ، سوال اوس د ملت سره دادی چه اوربند خو شرعی حکم لری چه تر ټولو مخکی اول ضروری خبره داده چه قتل او قتال ودرول شی ،

    د طالب ډلی په اوربند کی څه تاوان دی ؟

    که غواړی چه ولسی حمایت یی نور هم کمزوری نشی خو باید دوامداره اوربند اعلان کړی ، او د دولت سره خبرو ته دوام ورکړی کومه چه د ملت غوښتنه ده . وروسته د توافقه ، دیوی سیاسی ډلی په حیث په کابل کی خپل مرکزی دفتر پرانیزی ، د افغانستان په جوړونه کی برخه واخلی ، ملت ته خدمات عرضه کړی ، او په آینده انتخاباتو کی برخه واخلی . ښه مثال یی د حکمتیارد حزب اسلامی او دولت تر منځ د صلحی تعامل او توافق ؤ .

    البته دا واقعیت هم باید ومنو چه په دی نړی کی هیڅ فرد ، ډله یا حزب که جنګی وی او که سیاسی ، خپلو ټولو آرزوګانو او غوښتنو ته سل په سلو کی نه دی رسیدلی او نه هم رسیژی ، باید چه د نورو د حقوقو بالخصوص د خپل ملت د حقوقو او منافعو ډیر خیال وساتل شی نه یوازی خپلی شخصی ، ډله یز منافع .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب