پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+ناروغه مشره!! الله دې روغ کړه | نعمت الله صدیقي

ناروغه مشره!! الله دې روغ کړه | نعمت الله صدیقي

د دې کالم په عنوان لېدو به حتماً په زړه دروګرځي، چې ګنې «حزبی» یم؛ خو خبره دا ده، چې اوس تر ګوندي او نظریاتي تمایل او اړخ یا طرف ور اخوا د مهابیانیو او د سیاسي پوسټ مډرنېزم عصر دی، چې د فکر، نظریې او سیاست تر ټولو پراخ ډسکورس یې د مکالمې او تامل دی؛ یعنې که د یوه فکر، سیاست او نظریې پلوي هم نه یو؛ خو معاصر تامل دا راته وایي، چې پلویتوب دومره مهم نه دی؛ لکه څومره چې د بل یا د یوه او بل زغم او برداشت کول مهم دي.

 

د حکمتیار صاحب ناروغي د هر بنده یې بشر ناروغي او دغه عمر ته که د ژوند نصیب یې و، رسېدای شي؛ ولې د یو چا په مرګ او ناروغۍ داسې خوشالي هیڅ د نړۍ په کوم مهذب او غېر مهذب کلتور او کلچر کې نشته؛ بیا هغه ملي او قومي خلک چې په داسې مسایلو کې خپل معلوم ارزښتونه او رڼه قدرونه هم لري، د داسې یوه کار تمه ترې بېخي نه شي کېدای.

 

په اوسني عصر کې اختلاف لرل کوم عیب نه دی؛ خو نه زغمل او په اختلاف یې ښکنځلې، سپکاوی او سپکې سپورې هغه عیب دی، چې که اوس یې څوک نه لري؛ مانا دا چې دای په خپل فکر، نظریې او سیاست باور نه لري او دا ډول چلن یې له هر بل مخالف فکر، نظریې او سیاست سره اصلاً د خپلې نظریې، فکر او سیاست اصولي ژمنتیا ښيي، چې ګنې نه یې لري؛ بیا زموږ په څېر ټولنه، چې سیاست، فکر او نظریې په کې تر بل هر څه زیات متنازع او یا په شرمونو سره وشرمېدې؛ موږ ته یې په تامل کې زیاته اړتیا و ضرورت دی.

 

حکمتیار صاحب ممکن د خپل علمي بصیرت او سیاسي بصارت په اساس په ځینو سیاسي غلطیو او ناسمو فېصلو په خپله هم پېښمان وي؛ خو خبره دا ده، چې که حساب په تېرو او غلطیو شي؛ نو څوک په کې داسې سپین بازان دي، چې غلطۍ دې یې پسې حساب نشي او یا دې یې ورستی اتلولۍ بیا د هغه تېرو غلطیو جبران وي؛ اصلاً د غلطیو او غولطیو تفکیک هم پکار دی او مخ یا څراغ پسې اړول او روڼول هم چندان کار ځکه نه دی، چې که منظور سپکاوی او نور بېعزته کول وي، دا خو بیا بېخي په غلطیو بله غلطي ده.

 

حکمتیار صاحب د هېواد په کچه د یوه نسبتاً ستر ګوند مشر دی، چې پلویان یې ممکن تر لکونو ورسېږي، ایا دغه د لکونو خلکو شمیر او مشر ته په داسې نسبت د خلکو د فکر او نظریې ارزښت ته د توهین نسبت نه دی؟ چې هیڅ په هیڅ یې کله ناروغي او یا هسې په هسې له خپل تعصبه سیاست او شخصیت په نښه کېږي؛ یوازې د حکمتیار په حق کې نه؛ بلکې د ټول هېواد په کچه د ټولو هغه سیاسي، فکري او نظریاتي مشرانو قدر او عزت پکار ده، چې د دې ملت او د خلکو له ارادې او سیاست سره یې سروکار او مخه دی. سپکاوی، توهین او اهنت بېخي باید زموږ د سیاسي او نظریاتي کلچر برخه نه وي؛ ځکه د ګټو یې هیڅ ځای او معلوم مدرک نشته؛ خو د تاوان یې موږ په خپله لوی مثال یو.

 

کله چې سیاست له انسانیته بېل شي؛ بیا نو اختلاف په دښمنۍ او نقد په سپکاوي اوړي. زموږ ټولنه تر ټولو ډېر د همدې چلن زیانمنه ده. د اشخاصو پر ځای د کړنو ارزونه او د کرکې پر ځای زغم او تامل کولی شي چې د بایللي سیاست، فکر او نظریو وقار او عظمت بیا خپل کړو.

 

کالم/ رنسانستان

4 COMMENTS

  1. که تاسو حزبی نه یاست او بیا دی داسی خلکو په صفت بخوت یاست چی هغوی افغانستان ته غیر له درد او غم نه نور کوم څه ندی ډالی کړې نو اوس وخت کښې هیچ ضرورت نه لیدل کیږې چی څوک دی داسی کسانو په باره کښی خپل وخت ضایع کړې او لیکنی وکړی دا که خپل وخت په کوم پل شې ضایع کړې دا به بهتره وې

  2. الله سبحان و تعالی دی رهبر ته روغتیا په نصیب کړی
    د جهادی رهبرانو په ډله کښی په څو لسیزو کی هم د ظالمو کمونیستی طاغوتی نظامونو په وړاندی او هم د روس یرغلګرو په وړاندی او همداسی په پښاور کی د ده ګوند جهاد او نظم د ستاینی وړ وو.
    څرنګه چی تاسو وفرمایل انسان جایز الخطا دی ځینی تیروتنی هم کړی دی .
    ما د فیسبوک په صفحه کښی د کابل یوه اوسیدونکی خاطره د کریم سروری په نامه چه په خپله او هم پلار یی د حزب اسلامی پلویان وو ولوستله چی و یژړولم .
    دی لیکی : د کابل د جنګونو په وقت کښی د حکمتیار صاحب دنقش په باره کی د بهلول دانا یوه کیسه د ثبوت له پاره وړاندی کوم :
    وایی یوه ورځ بهلول په یو کوڅه کی تیریدل یو شمیر هلکانو دی په کاڼو ویشت خو بهلول خپل سریی په لاسونو نیولی وواو په چوپه خوله روان وو او هلکانو ته یی هیڅ هم نه ویل .
    په دی وخت کښی د زمانی مشهور شاعر سنایی غزنوی دی کوڅی ته راځی او هلکان د کاڼو ویشتلو نه منع کوی او د دی دپاره چی هلکان د بهلول د شخصیت په هکله متوجه کړی یو ګل یی چی په لاس کی وو د بهلول خواته ګوذار کړ .
    فورا بهلول په ژړا سو او چغی یی ووهلی .
    سنایی تری پوښتنه وکړه تر اوسه چه هلکانو ته په کاڼو ویشتلی هیڅ غږ دی نه کاوه نو په دی یو ګل ولی ته په ژړا سوی؟
    بهلول وایی ( آنها نادانسته می زدند و تو دانسته زدی )
    نو حکمتیار احمدشاه مسعود ملامت کول چی د جبل السراج په ناسته کښی د پرچمیانو ،ګلم جمانو اود حزب وحدت سره یی قدرت غصب کړی دی .
    په چهار آسیاب ،بګرامیو.. شعارونه لیدل کیدل جنګ جنګ تا ختم ګلم جم چی دهر مسلمان په زړه کی دا شعار د زړه مرهم وو.
    خو متاسفانه حکمتیار صاحب د دوی د مظالمو د لیدو سره سره د همدوی سره د هماهنګی په نامه اتلاف وکړ او د ربانی حکومت په وړاندی یی قیام وکړ .
    کابل یی په کنډوالو بدل کړ په زرګونو کابلیان یی ووژل په داسی حال کی چی خبر هم وو چه وحدت څومره پښتنو په سرونو کی میخونه ووهل ، دمړی رقصونه یی اجرا کړ .. په آخرت کی هغوی ته څه ځواب وایی .

  3. «حکمتیار صاحب ممکن د خپل علمي بصیرت او سیاسي بصارت په اساس په ځینو سیاسي غلطیو او ناسمو فېصلو په خپله هم پېښمان وي»
    که ستاسو همدې خبرې ته راشو، حکمتیار صاحب هیڅکله هم د خپلو سیاسی او ناسمو پریکړو له امله چې خلکو او وطن ډیر زیان په کې ولید، معافې نه ده غوښته، چې دا یې بله تیروتنه ده. د عمر تر پایه تیروتنه د یوه سیاسي مشر د خود ارادیت نښه نه ده بلکې ولس او خلکو ته دا اندیښنه په زړه کې ور اچوي چې سړی لکه چې په رښتیا د استخباراتې کړیو یو غړی دی. د کابل ښار په جګړو کې ده په خپله د پینځو یا شپږو زورو د کسانو د وژل کیدو پخلی وکړ. خو ده ونه ویل چې کاشکې دا کسان نه وای مړه شوي، ده ونه ویل چې د دغو کسانو له کورنیو بښنه غواړم.
    که څوک بیا دا خبره کوي چې بل چا هم بښنه نه ده غوښتي. نو بیا خو د ده او نورو ترمنځ فرق هم نشته، نورو ته چې خلک بد رد وايي نو ده ته به یې ولي نه وايي؟
    اصلي خبره داده چې زموږ ټول مشران تل د هغوو کسانو له پاره چې په ګوند کې یې وو، درانه دي. نو دوئ اوس هم داسې فکر کوي چې باید نورو ته چې که یې د دوئ له لاسه ربړې لیدلي، د کورنیو غړي یې له منځه تللي دي، ورک او تری تم شوي دي. هم درانه وي. خو داسې هیڅکله هم نه شي کیدای چې د یو چا کور، د دوئ په جګړو کې وران شوي وي. اولادونه یې وژل شوي او بیا دې هم لا ورته ووایه چې تا راسره ښه کړي دي.
    نه یوازې حکمتیار بلکې رباني، مسعود، نجبیب، تره کې، آمین کارمل، دوستم، مزاري، خالص، مولوي محمدي، سیاف، پیرګیلاني، حامد کرزی، اشرف غني او همدا اوسني دې ټولو تیروتنې کړې. خو دوې ټول لږ او ډیر دوستان هم لري مخالفان هم. که څوک په رښتني توګه د دوئ ملګري وي. او کورنۍ یې له توهین څخه ژغوري دا به بهتره وي چې په اړه نور په خواله رسینو کې ډیر څه ونه لیکي. زه چې د خواله رسنیو اوسنیو جګړو ته ګورم، کټ مټ لکه د جګړې د کلونو داسې حالت لري. کرکه، جلاوالی او بیلتون ورځ تر بلې زیاتیږي، دا د دوئ د کړنو له امله، که یې لس کسه خوشحاله کړي. لس نور یې کړولي هم دي.

  4. الله پاک مو روغ لره نوشتی می ولوستی. چا چی کابل کی د ده وحشت او قتلونه لیدلی هماغه وخت ی له خدایه ورته عاجل له شکنجو ډک مرګ غوښت او بیا کله چی یی د وزارت انکشاف دهات سره قصر جوړ کړ او دماغ او کبر یی له اسمانه پورته وو د ورازت لاره یی بنده کړه ببر سرو وحشی افرادو یی هر لاروی او کور څارل بیا خلکو ورته عاجل مرګ غوښت خو مړ نشو اوس دی بلا بسی وی که جوړ وی له خپل ګذشته اعمالو به هره ورځ کړیږی که مړ شی اخرت کی به د مظلومانو جواب ورکوی داسی نو نده چی د هرچا ګیره سپینه شوه نو مشر دی یا هرچا جی د پنجاب غلامی کی وطن کنډواله کد مجاهد شو. بیا داود خان په ضد مجاهد!؟ ورکوه یی نه به پسې ګرځو دا پنځوس کاله یو له بل بدتر و تاداو یی پوهنتون کی همدی مسلمان جوان اخوان کیښود او بیا یی دا نور چبیان هم را مست کړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...