تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر یوه رستوران کې تروریستي برید په سختو ټکو وغانده. په دغه برید کې اووه تنه وژل شوي، چې یو چینایي تبعه هم پکې شامل دی، او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي:
«د امنیت شورا غړو په خورا سختو الفاظو هغه کرکجن ترهګریز برید وغانده چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۹مه د افغانستان په کابل ښار، په یوه سوداګریزې سیمه کې په یوه رستوران کې وشو. د دغه برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې (ISIL-K) په غاړه اخیستی دی.»
په اعلامیه کې د افغانستان او چین له خلکو سره «ژوره خواخوږي» ښودل شوې او د قربانیانو له کورنیو سره د امنیت شورا خواشیني څرګنده شوې ده. همداراز، شورا د ټپیانو لپاره د «چټکې او بشپړې روغتیا» هیله کړې ده.
امنیت شورا ویلي چې ترهګري په ټولو بڼو او ډولونو کې «د افغانستان او د نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی».
شورا پر دې ټینګار کړی چې د دغسې «کرکې وړ ترهګریزو اعمالو» عاملان، تنظیموونکي، تمویلوونکي او ملاتړي باید وپېژندل شي، حساب ترې واخیستل شي او عدالت ته وسپارل شي. په همدې تړاو، له ټولو هېوادونو غوښتل شوي چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړوندو پرېکړهلیکونو له مخې، له اړوندو ادارو سره فعاله همکاري وکړي.
په اعلامیه کې راغلي:
«د امنیت شورا غړي بیا ټینګار کوي چې هر ډول ترهګریز عمل جنایي او د توجیه وړ نه دی، که هر ډول انګېزه ولري او هر ځای، هر وخت او د هر چا له خوا ترسره شي.»
شورا همدارنګه د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو، د کډوالو نړیوال قانون او نړیوال بشري قانون له مخې د ترهګریزو ګواښونو پر ضد د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د چارواکو په وینا، دغه برید د دوشنبې په ورځ د کابل په یوه چینایي رستوران کې د بمي چاودنې له امله رامنځته شو.
د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چاودنه د ماسپښین شاوخوا درې بجې وشوه.