Homeخبرونهجاپان له ۱۵ کلونو وروسته؛ د نړۍ تر ټولو ستر اټومي برېښناکوټ...

جاپان له ۱۵ کلونو وروسته؛ د نړۍ تر ټولو ستر اټومي برېښناکوټ بیا فعالوي

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې لومړۍ) د الجزیرې د راپور له مخې، جاپان چمتو دی چې د نړۍ تر ټولو لوی اټومي برېښناکوټ بېرته فعال کړي.

جاپان له فوکوشیما ناورین وروسته چې شاوخوا پنځلس کاله مخکې یې په ټول هېواد کې اټومي بټۍ وتړلې، یو ځل بیا د انرژۍ دې سرچینې ته ورګرځي.

 د توکیو برېښنا شرکت (TEPCO) د چهارشنبې په ورځ وویل چې، دا مهال «د چمتووالي بهیر روان دی» او هڅه کوي چې د نیګاتا ولایت د کاشیوازاکي–کاریوا په برېښناکوټ کې عملیات د ماښام په ۷:۰۰ بجو (۱۰:۰۰ د ګرینویچ پر وخت) بېرته پیل کړي.

خو سره له دې، د خوندیتوب اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.

په ۲۰۱۱ کال کې د فوکوشیما (meltdown) مولټ ډاون چې د یوې سترې زلزلې او سونامي له امله رامنځته شوه او د TEPCO له‌خوا اداره کېدله، د هېواد پر اټومي انرژۍ بنسټونو د خلکو باور له منځه یووړ.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د کاشیوازاکي–کاریوا له اوو رېکټرونو څخه به یوازې یو رېکټر د چهارشنبې په ورځ بېرته فعال شي.

 د الجزیرې د راپور له مخې کله چې دا برېښناکوټ په بشپړه توګه فعال وي، نو ۸٫۲ ګیګاواټه برېښنا به تولید کړي، چې د میلیونو کورنیو د برېښنا اړتیا پوره کولی شي.

دا برېښناکوټ د نیګاتا په ولایت کې، د جاپان سمندرګي پر غاړه، پر ۴٫۲ مربع کیلومتره (۱٫۶ مربع میله) ځمکه جوړ دی.

جاپان، چې د سمندر له غاړې د بادي برېښنا د پراختیا په برخه کې له ستونزو سره مخ شوی، اوس یې د انرژۍ د امنیت د پیاوړتیا او پر وارداتي فوسیلي سون‌توکو د اتکا د کمولو لپاره بېرته اټومي برېښنا ته مخه کړې ده.

د راپور له مخې کاشیوازاکي–کاریوا هغه پنځلسم برېښناکوټ دی چې له ۳۳ د فعالیت وړ برېښناکوټونو څخه بېرته فعالېږي.

د یادونې وړ ده چې، جاپان د ۲۰۱۱ کال د ناورین وروسته خپل ټول ۵۴ اټومي رېکټرونه وتړل.

د جاپان حکومت په دې وروستیو کې د دولتي تمویل یوه نوې طرحه اعلان کړې، تر څو د اټومي برېښنا بېرته فعالول چټک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...