دونالد ټرمپ د دویمې دورې له یوه کاله وروسته سیاسي تحلیل
محمد خالد وردګ – لاس انجلیس، کلیفورنیا
۱. سریزه
د نړیوالو اړیکو معاصر نظام، چې تر ډېره له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی، پر قاعدو، بنسټونو او څو اړخیزو تړونونو ولاړ دی. ناټو، ملګري ملتونه، نړیوال مالي بنسټونه او د دولت دننه د واک تفکیک، د همدې نظم بنسټیزې ستنې بلل کېږي. د ډونالډ ټرمپ د دویمې ولسمشرۍ لومړی کال دا نظم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. دا تحلیل استدلال کوي چې د امریکا په سیاسي مشرتابه کې د شخصمحور تصمیمنیونې پیاوړتیا، هم د کورني دیموکراتیک توازن او هم د نړیوال قاعدهمحور نظم بنسټونه کمزوري کړي دي.
۲. له بنسټیز دولت څخه شخصمحور سیاست ته بدلون
په کلاسیک دیموکراتیک تیوري کې، دولت د بنسټونو له لارې عمل کوي، نه د افرادو له احساساتو. خو د ټرمپ د دویمې دورې په جریان کې، پرېکړې تر ډېره د شخصي مزاج، سیاسي عقدو او لنډمهاله محاسبې تابع شوې دي. دا بدلون د “قاعدهمحور حکومتولۍ” پر ځای د “احساسمحور مشرتابه” پر لور تګ ښيي، چې په سیاسي علومو کې د بنسټیز زوال (institutional erosion) له مفکورې سره سمون لري.
۳. د واک د تفکیک کمزوري کېدل او د دولت بنسټونه
کانګرس، قضايي قوه، عدلیې وزارت او فدرال بانک، چې باید د اجرائیه ځواک پر وړاندې د توازن رول ولري، په عملي ډول تر سیاسي فشار لاندې راغلي دي.
- پر سیاسي رقیبانو د عدلیې وزارت له لارې فشارونه د “سیاسي عدلیې” خطرناک تمثیل دی.
- د فدرال بانک په چارو کې لاسوهنه د اقتصادي خپلواکۍ اصل زیانمنوي.
- د قضايي نظام سیاسي کول، د قانون د حاکمیت پر ځای د وفادارۍ کلتور پیاوړی کوي.
دا ټول د دیموکراتیک دولت هغه اساسي اصل تر پوښتنې لاندې راولي چې بنسټونه باید له اشخاصو لوړ وي.
۴. کورنی امنیت، پوځ او مهاجرین
په کور دننه، د پوځي او امنیتي ځواکونو کارول د مدني چارو او د مهاجرینو پر وړاندې، د مدني-پوځي اړیکو له کلاسیکو اصولو سره په ټکر کې دي. مهاجرین، چې د نړیوالو قوانینو له مخې د بشري حقونو خاوندان دي، د زور، تحقیر او امنیتي ژبې له لارې تعریف شوي دي. دا چلند نه یوازې د امریکا د اساسي قانون له روحیې سره ټکر لري، بلکې د نړیوالو بشري حقونو د رژیم مشروعیت هم کمزوری کوي.
۵. ګرینلاند او د امپراطوری فکر بېرته راڅرګندېدل
د ګرینلاند موضوع په نړیوالو اړیکو کې د نوې امپریالېستي ژبې څرګند مثال دی. د جغرافیې د “پېر او پلور” په څېر تحلیل، د دولتونو د حاکمیت اصل تر پوښتنې لاندې راولي. دا دریځ دا پیغام ورکوي چې نړیوال قانون د ځواکمنو د خوښې تابع کېدای شي،هغه منطق چې د قاعدهمحور نظم بنسټیز ضد دی.
۶. ناټو: له ګډ امنیت څخه تر معاملاتي ائتلافه
ناټو، چې د ګډ امنیت او متقابل دفاع پر اصل ولاړه ده، د امریکا د نوې معاملاتي تګلارې له امله له داخلي بېباورۍ سره مخ شوې ده. کله چې امنیت د ارزښت پر ځای د مالي ونډې او سیاسي اطاعت پر بنسټ تعریف شي، نو ائتلاف خپله ستراتیژیکه مانا له لاسه ورکوي. دا وضعیت د امنیتي تشې (security vacuum) رامنځته کېدو خطر زیاتوي.
۷. ملګري ملتونه او د څو اړخیزتوب زوال
ملګري ملتونه د نړیوال مشروعیت تر ټولو مهم بنسټ ګڼل کېږي. د دې بنسټ پر وړاندې د امریکا د مشرتابه منفي دریځ، د څو اړخیزتوب (multilateralism) پر ځای یو اړخیزتوب (unilateralism) پیاوړی کوي. د نړیوال سیاست په تیوري کې، دا بدلون د نړیوال نظم د ټوټه کېدو (fragmentation) لامل ګرځي، چې پایله یې کمزوری نړیوال قانون او زیاتې شخړې دي.
۸. ډیپلوماسي، ټولنیزې رسنۍ او د دولت ژبه
د وینزویلا د ولسمشر پر وړاندې سپک دریځونه او د هغه او د مېرمنې ګرفتاری او په ښکاره توګه د هغه هېواد د تیلو باندې د انحصار دعوا، او د حکومتي ادارو غیررسمي، تحقیرآمیز ټولنیز رسنیز پوسټونه، د دولت د رسمي ډیپلوماسۍ د معیارونو ښکاره سقوط دی. په نړیوالو اړیکو کې ژبه یوازې د بیان وسیله نه، بلکې د قدرت او مشروعیت نښه ده. کله چې دا ژبه بېمعیاره شي، دولت خپل نرم ځواک (soft power) له لاسه ورکوي.
۹. نړیوال سیستم او د ځواک د سیاست بېرته راتګ
د دې ټولو تحولاتو مجموعه د نړیوال سیاست د “ریالیستي” منطق پیاوړتیا ته لاره هواروي،هلته چې زور، نه قانون، ټاکونکی فکتور وي. چین د همدې تشو څخه ګټه اخلي، نوي ائتلافونه رامنځته کېږي، او نړیوال نظام د بېقاعده څو قطبي حالت پر لور روانېږي.
۱۰. پایله
د ټرمپ د دویمې دورې لومړی کال ښيي چې شخصمحور واکمني څنګه کولای شي هم د کورني دیموکراتیک توازن او هم د نړیوال قاعدهمحور نظم بنسټونه کمزوري کړي. ناټو او ملګري ملتونه د بېباورۍ تر فشار لاندې دي، دولتي بنسټونه سیاسي شوي، او نړیوال سیاست د اصولو پر ځای د زور منطق ته نږدې شوی دی. که دا لوری دوام وکړي، دا دوره به د نړیوالو اړیکو په تاریخ کې د هغه پړاو په توګه ثبت شي چې پکې د قاعدې ځای احساس ونیو، او نړیوال نظم د شخصي واکمنۍ تر سیوري لاندې راغی.