پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاسلام‌اباد کې د ایکو سازمان غونډه کې افغانستانګډون نه دی کړی

اسلام‌اباد کې د ایکو سازمان غونډه کې افغانستانګډون نه دی کړی

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې لومړۍ) په پاکستان کې د اقتصادي همکاريو سازمان غونډه د طالبانو له استازي پرته پيل شوه.

په دغه غونډه کې د سیمه‌ییزو همکاریو د سازمان ګڼو غړو ګډون کړی دی.

د طالبانو د حکومت یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې، په دغې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه خو دوی رد کړې ده.

د مالوماتو له مخې د ایکو سازمان سږنۍ غونډه کې د ناورینونو د ګواښونو کمولو لپاره پر سیمه‌ییزې همکاري او د هغې پر پراختیا بحث کیږي.

په دغه غونډه کې د طالبان استازي د نه ګډون په اړه په رسمي ډول کابل او اسلام‌اباد څه نه دي ویلي؛ خو د غونډې د عکسونو له مخې د افغانستان د بیرغ تر شاه تشه څوکۍ ښکاري چې د افغانستان لپاره پرېښودل شوې ده.

له لسو غړو هېوادونو جوړ دغه سازمان هر کال غونډه کوي چې خپل‌منځي اقتصادي، سوداګریزې او تخنیکي همکاریو ته وده ورکړي او د پراختیا لپاره یې هڅې وکړي.

افغانستان، پاکستان، ترکیه، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان د دغه سازمان اصلی غړي هېوادونه دي.

تېر کال په اذربایجان کې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو سازمان په غونډې د طالبانو اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ګډون کړی وو او د نورو هېوادونو څخه یې غوښتنه کړې وه چې د روسیي غوندې دې دوی هم د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...