پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکابل کې د دشت برچي د اوبو رسولو پروژې کار بیا پيلېږي

کابل کې د دشت برچي د اوبو رسولو پروژې کار بیا پيلېږي

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې لومړۍ) د طالبانو د حکومت د اوبو رسولو او فاضله اوبو شرکت د یوې مهمې پروژې د پلي کولو اعلان کړی.

یاد شرکت ویلي چې،د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل دشت برچي سیمې شاوخوا ۲۵۰۰ کورنیو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.

دیاد شرکت جرائیوي رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د یو شمېر تخنیکي او عملیاتي چارواکو سره یوځای د یادې نیمه بشپړې پروژې له پرمختګ څخه کتنه وکړه.

دا پروژه د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر (UNOPS) لخوا د ۶.۵ میلیون ډالرو په لګښت او د سویلي کوریا په مالي ملاتړ پلي کیږي.

دغه پروژه په کابل کې یوه مهمه زیربنایي پروژه ګڼل کیږي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې پلان کې د ۲۴ کیلومتره اوبو رسولو شبکې غځول، د دریو ژورو څاګانو کیندل، او د ۳۰۰ متر مکعب ظرفیت سره د اوبو د دوو لوړو زیرمو جوړول شامل دي.

کظیم وايي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دشت برچي زرګونو اوسېدونکو ته د څښاک دوامداره پاکې اوبه برابرې شي.

نوموړی زیاتوي چې، د دې پروژې د جوړولو شاوخوا ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی ، خو د وروستیو پرمختګونو له امله یې د پلي کولو پروسه ځنډېدلې وه.

کظیم ټینګار کړی چې د څښاک پاکو اوبو برابرول د دوی له اساسي لومړیتوبونو څخه دی او نیمګړې پروژې به په جدي توګه تعقیب شي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې، د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې خلک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ او شکایتونه لري.

دوی له طالبانو غوښتنه کوي چې، دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...