پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهډونالډ ټرمپ: له افغانستانه تخلیه باید له بګرام پوځي اډې شوې وای

ډونالډ ټرمپ: له افغانستانه تخلیه باید له بګرام پوځي اډې شوې وای

‏تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې لومړۍ)  ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایانو د وتلو په تړاو څرګندونې کړي.

ټرمپ تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې په ۲۰۲۱ زیږیز کال کې له افغانستانه د تخلیې په تړاو ویلي، تخلیه باید له بګرام پوځي اډې شوې وای.

هغه د تخلیې پر مهال د کابل هوايي ډګر څېرمې چاودنې ته په اشارې چې، ۱۳ امریکايي سرتېري پکې ووژل شول وویل: “د امریکا په تاریخ کې ترټولو کمزورې نکته وه.”

ټرمپ زیاته کړې چې دا تېروتنه د امریکا د مخکیني ولسمشر، جو بایډن وه.

هغه ټينګار کړی چې: “ زه هم له افغانستانه راوتلم خو زه به په عزت او قوت سره راوتلم.”

دا لومړی ځا نه دی چې، ټرمپ دا ډول څرګندونې کوي، تر دې وړاندې یې هم په ځلونو له افغانستانه وتل شرموونکې بللې ده او پر بایډن یې ملامتي اچولې ده.

2 COMMENTS

  1. پښتو متل: يوه لنډۍ مي اوريدلې، دابا په واده به يي بولم. ترمپ ته هم د ويلو او وولس ته د دوکې ورکړي لپاره په چانټه کي نور څه نلري.

  2. وای ټرمپ ويل چې باګرام نيسم مال زه به درته يوه کيسه وکړم
    کيسه: يوه ورځ حجاج بن يوسف صحرا ته ووت او هلته يې يو شپونکی وليد ورته يې وويل : عبد الملک بن مروان څنکه سړی دی ؟
    هغه ورته وويل د رب ستر عذاب دی که رب یې واخلي !
    حجاج ورته وويل : د حجاج په اړه څه نطر لري ؟
    سړي ورته وويل : هغه له عبدالملک بدترين دی که رب مو ترې خلاص کړي .
    حجاج ورته وويل : ته ما پيژنې څوک يم ؟
    سړي ورته وويل : نا .
    حجاج ورته وويل زه حجاج بن يوسف يم .
    سړي ورته وويل : ته ما پيژنې ؟
    حجاج ورته وويل، نا .
    سړي ورته وويل : زه د پلانکۍ قبيلي مشهور لیونی یم چې هفته کې درې ورځې راباندې د لیونتوب دوره راځي چې نن د دغې دورې اوله ده 😁
    نو ټرمپ اکا ملا مت نه دی هفته کې پرې خامخا يوه دوره راځي . کاپی/ عمر ترکی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...