Homeخبرونهد افغانستان او ویسټ انډیز د ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه نن...

د افغانستان او ویسټ انډیز د ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه نن ماښام ترسره کېږي

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې لومړۍ) افغان کرکټ بورډ ویلي چې، افغان اتلان به نن د افغانستان پرمهال د ماښام په ۷:۰۰ بجو د (اي انډ) جام درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ دګر ته ښکته شي.

د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده. په یاده لوبه کې د افغان لوبډلې لپاره ټولو لوبغاړو بهترینه لوبه وکړه.

د افغان لوبغاړو هم توپ وهنه او هم توپ اچونه پر خواله رسنیو وستایل شوه.

که افغان لوبډله نننۍ لوبه وګټي نو لوبلړۍ به د افغانستان په ګټه شي او که ویسټ انډیز لوبه وګټي بیا وروستۍ سیالي نوره هم مهمه کېږي.

کرکټ پوهان وایي، دا سیالۍ نړیوال  جام ته د تیارۍ سیالۍ دي او هره لوبډله هڅه کوي بریا خپله کړي څو نړیوال جام ته په لوړ مرام ولاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...