Homeخبرونهنن د هېواد په۱۹ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی

نن د هېواد په۱۹ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې لومړۍ) د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن چهارشنبه د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د باران او واورې اټکل کړی دی.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې تازه کندهار، پروان، پنجشیر، لوګر، بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان، هرات، بادغیس، هلمند، غور، فراه،غزني، بامیان، دایکندي، زابل، میدان وردګ، بغلان او لوګر ولایتونو کې نن د واورې اټکل اعلان کړی دی.

له خلکو غوښتنه شوې چې، د ځان د ساتنې لپاره لازم  تدابیر ونیسي.

دا اټکل داسې مهال اعلانېږي چې، سږکال په هېواد کې د وچکالۍ له امله شکایتونه ډېر دي.

عام خلک وایي د وچکالۍ له امله یې د څښاک د اوبو څاګانې وچې شوې او هیله مندي ښیي چې، ژر به حکومت په دې برخه کې اقدامات جدي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...