تاند- د طبي څېړونکو له یوې تازه څېړنې سره سم، د ډېر وخت په مخه ناسته د زړه د ناروغیو لپاره تر ټولو خطرناک کار دی.
په دې تازه څېړنه کې د «Global Burden of Disease» معلوماتو ته کتنه شوې، چې پکې د نړۍ د خلکو فزیکي فعالیتونه او نور عوامل ارزول شوي دي.
څېړنه ښيي چې له فزیکي یا جسمي پلوه فعال پاتې کېدل د زړه روغتیا ښه ساتي، خو ډېر وخت ناست اوسېدل هر کال د زړه د ناروغیو له امله د مړینې کچه شاوخوا ۰٫۷۰ سلنه زیاتوي.
د څېړنې پر مهال، څېړونکو د زرګونو کسانو معلومات د فعالو او غیر فعالو کسانو ترمنځ پرتله کړل، چې پایله یې دا وه:
هغه کسان چې فزیکي فعالیت لري، د زړه د حملې (هارټ اټک) خطر یې د هغو کسانو پرتله چې ډېر وخت ناست وي، تر ۸۳ سلنې پورې کم وي.
څېړونکي وایي دا معلومات دا پیغام ورکوي چې له فزیکي فعالیتونو څخه لرېوالی په ټوله نړۍ کې د زړه د ناروغیو بار زیاتوي، او د دې حل ډېر ساده دی: بس خپل بدن خوځنده وساتئ او فعاله پاتې شئ.