پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهشهباز شریف: افغانستان دې پرېکړه وکړي چې په سوله کې ژوند غواړي...

شهباز شریف: افغانستان دې پرېکړه وکړي چې په سوله کې ژوند غواړي که نه

تاند(چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې لومړۍ ) په کابل کې له یوې خونړۍ بمي حملې یوه ورځ وروسته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سې‌شنبې په ورځ وویل، افغانستان باید څرګنده پرېکړه وکړي چې ایا غواړي په سوله کې ژوند وکړي که نه.

شهباز شریف دا خبرې د ملي ورکشاپ غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ځنډېدو یادونه وکړه او همداراز یې دا تور مطرح کړ چې کابل له خپلې خوا څخه د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

هغه وویل:
«دا ځل باید دا پرېکړه وشي چې افغانستان غواړي په سوله کې ژوند وکړي که نه… هغوی زموږ وروڼه او خویندې دي. که د افغانستان موقتي حکومت له پاکستان سره سولې ته لېوالتیا نه لري، نو لږ تر لږه دې پر خپل ولس رحم وکړي او ظلم دې پرې نه کوي.»

شهباز شریف د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د بندېدو پړه د طالبانو د حکومت پر غاړه واچوله او ویې ویل چې له افغان خاورې د ترهګرو د فعالیتونو پر وړاندې د اقدام نشتوالی د دې بندیز اصلي لامل دی.

ده زیاته کړه:
«د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر سوداګرۍ بشپړ بندیز لګېدلی دی. دا باید نه وای شوی، خو هغوی موږ دې ته اړ کړو.»

پاکستان د تېر کال په اکتوبر میاشت کې له افغانستان سره له خونړیو نښتو وروسته خپلې لارې بندې کړې، او د اړیکو د ښه کولو لپاره د قطر لړ ترکیې په منځکړتوب د دواړو هیوادونو څو پړاوه خبرې ناکامه شوې.

پاکستان تر دې پخوا، حتي په افغانستان کې د جمهوري نظام په مهال هم په ځلونو خپلې لارې په بېلابیلو پلمو په ځانګړي ډول د افغانستان د مېوو او نورو محصولاتو د صادراتو په مهال بندې کړي دي. له همدې کبله دا ځل د طالبانو حکومت ویلي چې که پاکستان خپلې لارې پرانیزي هم، افغانستان یې تر هغو نه پرانیزي چې پاکستان کلک تضمین نه وي ورکړی چې بیا به په هیڅ نوم او پلمه خپلې لارې نه بندوي.

پاکستان پر دې سربېره لکونه افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې په داسي حال کې ایستلي چې اکثرو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې خپلې شتمنۍ وپلوري یا وسایل ورسره راوړي.

شهباز شریف وویل چې له څلورو میلیونو ډېر افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او سوداګري یې کړې، خو د طالبانو تر واک لاندې افغان حکومت د پاکستان له مېلمه‌پالنې مننه ونه کړه.

هغه وویل:
«افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی، موږ باید تل یو د بل ترڅنګ ژوند وکړو. څه چې د افغانستان لپاره ښه دي، هغه د پاکستان لپاره هم ښه دي، او برعکس.»

د پاکستان صدراعظم زیاته کړه، پاکستان د افغان ولس پر وړاندې کوم احسان نه دی کړی، بلکې خپل مسؤلیت یې ادا کړی دی، خو د ده په وینا:
«د هغوی ځواب ډېر خواشینوونکی دی.»

هغه د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون ته په اشارې وویل چې په هغه کې دا خبره «ډېره روښانه» وه چې افغانستان به د ترهګرو مخه نیسي او هېڅ ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې له خپلې خاورې یې فعالیت وکړي.

شهباز شریف وویل، په بېلابېلو ناستو کې چې له افغان مشرانو سره شوې، افغان لوري «زموږ یوه مشوره هم عملي نه کړه».
هغه زیاته کړه:
«موږ یوازې یوه غوښتنه لرله، دا چې تاسو دې د ټولو ترهګرو ډلو او د هغوی د نیابتي شبکو پر وړاندې جدي اقدام وکړئ، که هغه ټي‌ټي‌پي وي، که بي‌اېل‌اې وي، او که له بهر څخه ورته ورکړل کېدونکي امکانات وي.»

نوموړي وویل، له بده مرغه افغان لوري هېڅ جدي ژمنه ونه کړه.

خو دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو حکومت وايي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. دوی همداراز ادعا کوي چې پاکستان په خپله خاوره کې داعش ته پناهځایونه ورکړي چې په افغانستان کې بریدونه وکړي.

له بلې خوا شهباز شریف ادعا وکړه چې ترهګري په پاکستان کې تر ۲۰۱۸ کال پورې په بشپړه توګه له منځه وړل شوې وه، خو وروسته بیا راژوندۍ شوه. هغه د دې وضعیت تور د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د حکومت په سیاستونو واچاوه چې په ۲۰۱۹ کال کې واک ته ورسېد.

هغه وویل:
«له سوات څخه ګڼ شمېر ترهګر خوشې شول، او زرګونه کسان له افغانستان څخه پاکستان ته راوستل شول. همدا د دې لامل شو چې ترهګري یو ځل بیا هېواد ته راوګرځي.»

خو د سیاسي او پوځي ځینې چارو کتونکي وايي، هغه وسله وال چې د ۲۰۲۱ د اګست تر ۱۵ پورې په افغانستان کې د ناټو او افغان حکومت پر ضد جنګېدل، په افغانستان کې د خپلې جګړې له پای ته رسولو او د خپلې خوښې نظام له واک ته رسولو وروسته پاکستان ته لاړل چې هلته هم دا ډول حکومت واک ته ورسوي.

دوی وايي، ګکله چې دا عناصر په افغانستان کې جنګېدل، پاکستان ورته خوشاله و او فکر یې کاوه چې د اسلام اباد د ګټو لپاره جنګېږي خو اوس د خپلې ناکامۍ پړه په نورو اچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...