پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+دا چینايي د ټرمپ د پېښو په خاطر مشهور شوی

دا چینايي د ټرمپ د پېښو په خاطر مشهور شوی

تاند- د ریان چن په نوم یوه چینايي وګړي، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په زړه پورې پېښې کوي، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پام ځان ته اړولی دی.

۴۲ کلن ریان چن، چې د چین د جنوب لوېدیځ اوسېدونکی دی، داسې ویډیوګانې خپرې کړې دي چې پکې هغه د ټرمپ د خبرو ځانګړی انداز، حرکات او د بدني  حرکات په ډېر مهارت سره تقلید کوي، چې دا ویډیوګانې په چټکۍ سره وایرل شوې دي.

په یوه وایرل شوې ویډیو کې ریان چن د ټرمپ په سټایل نڅېږي، چې کاروونکي یې ډېر خندولي دي.

د ټولنیزو رسنیو لکه ټیک ټاک، انسټاګرام او فیسبوک کاروونکو د ریان چن د وړتیاوو پراخه ستاینه کړې ده، او ځینو په ټوکو ویلي چې نوموړی باید حتماً له ډونلډ ټرمپ سره وګوري. یوه کاروونکي لیکلي:
«د GTA 6 له خپرېدو مخکې مو لا په امریکا کې چینایي ټرمپ وموند!»

یوه بل کاروونکي هیله څرګنده کړې چې غواړي ریان چن نور هم د ټرمپ په انداز نڅا کوونکی وویني. ګڼو کاروونکو هغه «د چین ټرمپ» بللی دی.

د ریان چن دا ځانګړې او په زړه پورې ویډیوګانې پرله‌پسې په ټولنیزو رسنیو کې محبوبیت مومي او د کاروونکو لپاره د ساتېرۍ مهمه سرچینه ګرځېدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...