Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتېره اونۍ پر رېللار څه باندې ۱۵۷ زره مټریک ټنه صادرات او...

تېره اونۍ پر رېللار څه باندې ۱۵۷ زره مټریک ټنه صادرات او واردات شوي

تاند ( یک شنبه د مرغومي – جدي  ۲۱مه) ټولګټو وزارت مسوولانو ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۷ زره ۹۹۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې دا انتقالات د جدې له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې شوې دي.

خبرپاڼې لیکلي چې د یادې اندازې د صادراتو او وارداتو له مخې د حیرتان بندر له لارې (۱۰۶۹۸۴) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۷۷۸۰) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۸۹۸۱) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۲۴۲۵۴) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۵۷۹۹۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

دخبرپاڼې د معلوماتو له مخې د یادو انتقالاتو له ډلې ۱۲۶ ټنه صادرات شوي،چې وچه مېوه په کې شامله ده.

کارپوهان وایي، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...