Homeخبرونهسویډن له افغانستان سره ۶.۵ میلیون ډالره مرسته وکړه

سویډن له افغانستان سره ۶.۵ میلیون ډالره مرسته وکړه

تاند ( یک شنبه د مرغومي – جدي  ۲۱مه)  افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې سویډن شاوخوا ۶،۵ میلیونه ډالر له افغانستان سره مرسته کړې.

د یاد صندوق په وینا، دغه مرسته به د بنسټیزو خدماتو د پراختیا، د اقتصادي او اقلیمي مقاومت د پیاوړتیا او د زیانمنو شویو او بې‌ځایه شویو ټولنو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.

سرچینې نن د یکشنبې په ورځ د سویډن له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرسته به د اړمنو خلکو پر ژوند مثبت اغېز ولري.

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د ۲۰۲۶ کال لپاره د خپلې بودجي غوښتنه راکمه کړې ده.

اوچا ویلي، چې د راتلونکي کال لپاره یې د بودجې غوښتنه ۳۳میلیارده ډالرو ته راټیټه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وړاندیز شوې بودجه په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۴۷میلیارده ډالر وه، خو د نړیوالو بسپنه‌ورکوونکو د ملاتړ د کمښت له امله دا اندازه راټیټه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...