تاند (یکشنبه د مرغومي – جدي ۲۱مه) نن د بنګله دېش په کورنۍ لیګ کې محمد نبي عیسی خیل له خپل زوی حسن عیسی خېل سره یوځای توپ وهنه وکړه.
دا عکس پر خواله رسنیو ډېر بدرګه شو.

حسن عیسی خیل په خپل لومړنۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه په ۶۰ توپونو ۹۲ منډې وکړې او اوټ شو.
پر ټولنیزو رسنیو د پلار او زوی د نن شپې توپوهنه په کور د ننه او د باندې سخته ستایل شوې او خلکو پرې بیلابیلې تبصرې کړې دي.
ځینو لیکلي ې، حسن د خپل پلار هغه ارمان پوره کړ چې، څه موده وړاندې یې په یوه تبصره کې ويلي وو: « یوه هیله مې دا ده چې له خپل زوی حس عیسی خیل سره په یوه نړیوال بهرني لیګ کې په یوه لوبډله کې ولوبېږم.»
د حسن د لوبېدو پرمهال محمد نبي په خوښۍ د خپل زوی لوبه ستايي او په چکچکو یې بدرګه کوي.

یوه لیکلي: « زړورتیا او وړتیا دواړه له حسن عیسی خیل سره شته، یوازې د تجربو او موقع اړتیا ده. هغه په خپله لومړۍ لوبه کې نړیوالو ته خپله زړورتیا وښودله.»
په ځينو تبصرو کې بیا لیکل شوي: « پلار سره یوځای په یوه بهرني لیګ کې د زوی لوبېدلو د خپل پلار یو بل ارمان هم پوره کړ.»
ذبیرخان بیا لیکلي: « نن د بنګله دېش په سوداګریز لیګ کې په ډګر کې یوازې یوه لوبه ونه شوه، بلکې د احساساتو یوه ښکلې کیسه ولیکل شوه. حسن عیسی خیل په خپله لومړۍ لوبې لپاره له خپل پلار څخه خولۍ ترلاسه کړه».
زیاتوي دا هغه شېبه وه چې د هر پلار لپاره د ویاړ او د هر زوی لپاره د باور نښه ده.
نبي خپل زوی ته د خولۍ د سپارلو پرمهال د دواړو له سترګو د خوښۍ اوښکې روانې شوې، هغه شېبه چې پلار په کې خپل زوی په یوه نړیوال لیګ کې د اوپنر په حیث توپوهنې ته ښکته کوي.
نړیوالو رسنیو هم د نبي او د هغه د زوی حسن پر لوبې بېلابیلې جالبې تبصرې کړې دي.
الله دی هر چا ته داسی اولاد ورکړی چی د خپل پلار په قدم ولاړ شی.
محمد نبي عسی خیل دکرکټ په ډګرکي دافغانستان لپاره نه ستړیکیدونکي هلي ځلي کړي اولا ئی کوي ،بریاوي ئی راوړي دي دده پرځواني اومټودي برکت وي خواوس ئی یومټي دوه سول ،چي هم ئی دپلاراوهم ئی دټولوافغانانودزړه ارمان پوره کړخوزماارمان به لا هله پوره سي چي دادکرکټ نوي ستوری دپاکستاڼ سره په مقابله کي وځلیږي اوستره بریاترلاسه کړي. یوځل بیل ومحمدنبي عسی خیل اوددوي کورني ته وایم