Homeخبرونهد افغانستان د کانونو وزارت ۲۰ کسیز پلاوی ازبکستان ته تللی

د افغانستان د کانونو وزارت ۲۰ کسیز پلاوی ازبکستان ته تللی

تاند (یک شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۱مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د تخنیکي تفتیش او کانونو انسټیټیوت د رئیسانو په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي کسانو یو ۲۰ کسیزه پلاوی یې د روزنې په موخه ازبکستان ته لېږلی دی.

دغه وزارت نن یک شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دا پلاوی به په یاد هیواد کې د ظرفیتونو لوړولو او مسلکي ودې په یوه میاشتني روزنیز کنفرانس کې ګډون وکړي.

خبرپاڼه کاږي چې، یاد پلاوی به د دغه هیواد د بېلابېلو تخنیکي څانګو له لابراتوارونو څخه هم لیدنه وکړی.

سرچینه زیاتوي چې، دغه سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تخنیکي او علمي همکاریو په چوکات کې ترسره شوی دی.

د ازبکستان او افغانستان ترمنځ په دې وروستیو کې راکړه ورکړه په هره برخه کې ښه شوې او د نظر خاوندان وایي، طالبان هم باید له دې فرصته په استفادې ظرفیتونه وروزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...