تاند ( یک شنبه د مرغومي – جدي ۲۱مه) ایران د لاریون کوونکو پر وړاندې فشارونه زیات کړي دي. د دغه هېواد حکومت تازه لاریونوالو ته ګواښ کړی چې دوی ته به د اعدام سزا ورکړي.
دا ګواښونه داسې مهال پیلیږي چې له دغه هېواد څخه د مرګ ژوبلې، نیونو او پر معلوماتو د بندیزونو راپورونه ډېر شوي دي.
د ایران لوی څارنوال محمد موحدي ازاد هغه کسان د «خدای دښمنان» بللي چې د ده په وینا په لاریونونو کې برخه اخلي.
هغه زیاته کړې چې، دا هغه تور دی چې د ایران د قوانینو له مخې، د اعدام سزا لرلی شي.
دغه خبرداری چې د ایران دولتي ټلویزیون له لارې خپور شو، هغو کسانو ته هم دی چې ګومان کېږي له مظاهره کوونکو سره مرسته کوي.
د ایران لوړپوړو چارواکو په ځانګړې توګه د دغه هېواد مدهبي مشر ایتالله علي خامنهيي ګواښ کړی چې خپل دښمنان به سخت وځپي.
امریکا مېشتې «د بشري حقونو فعالانو د خبرونو اداره» وايي چې د ډسمبر له وروستیو راهیسې لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي او له ۲،۳۰۰ ډېر نیول شوي دي.
د دغې ادارې په وینا، د ګډوډۍ د کچې تاییدول ورځ تر بلې ستونزمن شوي، ځکه چارواکو انټرنېټ بند کړی او نړیوالې تلیفوني اړیکې یې پرې کړې دي.
د ایران دولتي رسنیو د امنیتي ځواکونو د تلفاتو راپورونه هم خپاره کړي دي.
په ایران کې روانو لاریونونو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غبرګون ښودلی او له لاریونوالو یې خپلې ملاتړ څرګند کړی.
د اتریش او ترکيې په ګډون ځینو هوايي شرکتونو ایران ته الوتنې ځنډولي یا لغوه کړي، ځکه د دوی په وینا وضعیت لا هم بېثباته دی.
بل لورته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اړوند د ایران لپاره د حقیقت موندنې خپلواک پلاوي د ایران له حکومت څخه غوښتي چې سملاسي انټرنېټ او ګرځنده اړیکې بېرته فعالې کړي او د روانو ولسي اعتراضونو پر وړاندې د زور کارول ودروي.
یاد پلاوي د یکشنبې په ورځ ویلي، د ایران حکومت د ټول هېواد په کچه د اعتراضونو د ځپلو لپاره انټرنېټ بند کړی، څو د امنیتي ځواکونو لهخوا ترسره کېدونکي تاوتریخوالي او د خلکو د حقونو سرغړونې پټې وساتي. د دوی په وینا، د انټرنېټ بندول پخپله د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
د ملګرو ملتونو د دې پلاوي په وینا، د ایران امنیتي ځواکونه د اعتراضونو پر مهال له اړتیا زیات زور کاروي، پر خلکو ډزې کوي او لسګونه کسان یې وژلي دي. د راپور له مخې، د اعتراضونو له پیل راهیسې لږ تر لږه له ۶۵ کسان وژل شوي، چې پکې ماشومان هم شامل دي.
پلاوي همداراز ویلي، د ماشومانو په ګډون سلګونه کسان نیول شوي دي او ځینې دولتي رسنیو له زندانونو د نیول شویو کسانو جبري اعترافونه خپاره کړي، چې دا کار د قانون خلاف دی.
د عقل، انصاف، وجدان، خپلواک او آزاد تفکر فریاد ته یو لنډ ځواب؛
۱ – امریکائی دولت د څو څلویښت کلونو راهیسی د ایران پر وولس بیرحمانه بندیزونه لګولی او وولس ئی د ډول ډول ستونزو سره مخامخ کړی دی. پوښتنه دا ده چی د امریکا دولت د اویا اتیا میلونه ایرانیانو پر حالت د زړه سوی احساس نلری خو د څو سوو یا زرو یا حتی میلون مظاهره کوونکو پر حالت زړه سوی لری؟ آیا دا تلبیس نه دی؟
۲ – یوه مزخرفه او د امپریالیزم بیت الخلاء ( د ملګرو ملتونو مۇسسه) او د بشری حقوقو! د مراعات دروغجن تشکیلات پر افغانستان باندی د دیکتاتوری او لوږی د استیلاء پر وړاندی ولی پټه خوله دی؟
۳ – د ایران اوسنی حکومت هیڅ الترناتیو او ځای ناستی نلری چی البته د اوسنی حکومت ړنګیدل به په حقیقت کی د سیمی د نقشی څخه د ایران د نوم او شتون د حذف معنی ولری، د نقشی څخه د حذف د بیری له وجی به د ایران حکومت او حکومت او سیسټم ته وفادار عناصر ( چی شمیر ئی لږ هم نه دی) تر وروستی نفَس پوری سخت مقاومت وکړی ضمنا د حکومت د مخالفینو حافظه او درک هم د بحران سره مخامخ ده او دا واقعیت نه منی چی د ایران هیواد به د اوسنی دولت د سقوط په صورت کی په سوریه او لیبیا او سوډان بدل شی چی البته دا هغه پلید ارمان دی کوم چی د شرّ مرکز ( نړیوال امپریالیزم او صهیونیزم ) په ځان کی روزلی دی.
۴ – د استعماری رسنیو تبلیغات د ځمکنی واقعیتونو سره ډیر توپیر لری ( د ایران د پخوانی شاه زوی کوم چی ځان د ایران راتلونکی شاه ګڼی د عام وولس په منځ کی حتی ۱۰٪ محبوبیت هم نلری).
۵ – یقیناً چی د ایران د هیواد احتمالی منفی بدلونونه به زموږ د هیواد پر وضعیت هم ژوری منفی اغیزی ولری.
ډیر ښه کار کوي د پردیو غلامان باید ټول په دار وځړول سي. چیرې دي ملګري ملتونه ؟ د اویا زرو فلسطینیانو وژنه د صیهونیستو خنزیرانو قتلونه او د بشریت او انسانیت دښمنې امریکې د صیهونیستو د ځالې جنایتو و انسان وژنې د وینزویلا د قانوني مشر یرغمل کول او د زرګونو وینزویلایانو وزل او په نړۍ د عراق افغانستان لیبیا سودان او نورو میلونو انسانانو وژل د بوینې او وینې بهونکي دموکراسۍ په نامه وژل او د هغوۍ د خولې ګوله ورنه اخیستل .په ملګرو ملتو کې ټول د امریکې او یهودو غلامان راټول دي. دغه د بشریت او انسایت و وژلو د فتوا ورکولو اداره یا باید ورکه او یا د نړۍ د انسانو غریبانو د حق په پار د یرغلګرې صیهونیستې امریکې او لویدیځ د یهودو د غلامانو په ضد غږ اوچت کړي. ایران ډیر ښه او حتی جهاد کوي سي دغه د اسرائیلو د بشریت انسانیت او خدای ددښمنانو لاسپوڅي مرداروي 👍