دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونه‏لندن کې د ایران پر سفارت د شاهي دورې بیرغ پورته شو

‏لندن کې د ایران پر سفارت د شاهي دورې بیرغ پورته شو

تاند ( یک شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۱مه) برېتانیا کې یو کس د ایران د سفارت ودانۍ ته پورته شوی او د دغه سفارت اوسنی بیرغ یې ښکته کړی او پر ځای یې د ایران له ۱۹۷۹م کال انقلاب وړاندې د شاهي دورې “زمري او لمر” نښان لرونکي بیرغ لګولی دی.

په خواله رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري، چې یاد کس د سفارت پر ودانۍ خېژي او د شاهي دورې بیرغ پورته کوي.

دا چاره د ایران پر روان وضعیت او د حکومت پر ضد د اعتراضونو په لړ کې یو سمبولیک اقدام بلل شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې په اړه د برېتانیا پولیسو او یا هم د ایران د سفارت له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

خو دې اقدام په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

دا چاره داسې مهال ترسره کېږي چې، بل لورته د رسنیو د راپورونو له مخې ایران کې له تېرو دوو اونیو راهیسې نه کنټرولېدونکي او سخت لاریونونه دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...