پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان غالۍ د ۱۹ هېوادونو له‌منځه لومړی مقام خپل کړی

د افغانستان غالۍ د ۱۹ هېوادونو له‌منځه لومړی مقام خپل کړی

‏تاند ( یک شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۱مه) د افغانستان د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې تازه په یوه پيغام کې ویلي.چې، د هېواد د غالیو د یوه تولیدي شرکت غالۍ د ۱۹ هېوادونو له‌منځه لومړی مقام خپل کړی دی.

یادې ټولنې زیاته کړې چې، دغه مقام یې د استانبول په دوموتکس نړیوال نندارتون کې خپل کړی دی.

یادې ټولنې دا یوه ستره لاسته‌راوړنه بللې او زیاته کړې یې ده چې دا به په نړیوال بازار کې د افغاني غالیو ارزښت لا لوړ کړي.

د معلوماتو له‌مخې دا دویم ځل دی چې د هېواد د غالیو تولیدونکي او صادرونکي شرکتونه د استانبول په دویم دوموتکس نړیوال نندارتون کې ګډون کوي.

دغه نندراتون د ترکیې په استانبول کې د جنورۍ په اتمه د دوو ورځو لپاره پرانیستل شوی و.

په دغه نندارتون کې له افغانستانه په‌ کې هم شپږو شرکتونو ګډون کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...