تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۲۱ مه) د هارورډ پوهنتون د روغتیا برخې نوې څېړنې د هګیو او د وینې د کولېسټرول ترمنځ د اړیکې په اړه پخوانۍ مفکوره ننګولې ده.
د راپور له مخې، په خوړو کې موجود کولېسټرول د وینې د خراب کولېسټرول (LDL) پر کچه هغومره اغېز نه لري لکه څنګه چې مخکې ګومان کېده.
په دې څېړنه کې ۴۸ بالغان تر درې بېلابېلو غذایي پلانونو لاندې وڅېړل شول. په یوه ګروپ کې کولېسټرول ډېر خو مشبوع غوړ کم وو او هره ورځ دوې هګۍ خوړل کېدې. په بل ګروپ کې کولېسټرول کم خو مشبوع غوړ ډېر وو. درېیم ګروپ کې هم کولېسټرول او هم مشبوع غوړ ډېر وو او هره ورځ یوه هګۍ پکې شامله وه.
پایلو وښودله چې د وینې د خراب کولېسټرول کچه تر ډېره د مشبوع غوړو له امله لوړېږي، نه د خوړو له کولېسټرولو څخه. په زړه پورې دا چې هغه ګروپ چې هره ورځ یې دوې هګۍ خوړلې، د کولېسټرولو په کچه کې یې هېڅ زیاتوالی ونه لیدل شو، بلکې د ځینو کسانو کولیسترول کم شوي هم وو.
د روغتیا متخصصان وايي هغه خواړه چې د زړه ناروغیو خطر زیاتوي، زیاتره غوښه، په ځانګړي ډول پروسس شوې غوښه، کوچ (مسکه) او پنیر ته ورته مشبوع غوړ لرونکي توکي دي، نه هګۍ. د دوی په وینا، هګۍ کولی شي د سالمو او مغذي خوړو یوه مهمه برخه وي، په تېره بیا کله چې په مجموع کې غذا متوازنه وي.