تاند (شنبه، د وري/ حمل ۸ مه) څېړونکو د سرطان د درملنې لپاره يوه نوې او پرمختللې طريقه موندلې، چې پکې د عصري ټکنالوژۍ په مرسته يوازې سرطانځپلي حجرې تداوي کېږي او روغ نسجونه خوندي پاتې کېږي.
د اسټراليا د مېلبورن ښار د RMIT پوهنتون د څېړونکو د ډلې په وينا، ډېر نازک فلزي ذرات چې «نانو ډاټس» بلل کېږي، د انسان په بدن کې د سرطان حجرې پېژندلی او له منځه وړلی شي۔ دا طريقه د سرطان د هدفمنې درملنې (Targeted Therapy) لپاره نوې لارې پرانېستلی شي.
څېړونکي وايي چې دا څېړنه دا مهال په لومړني پړاو کې ده او تر اوسه يې يوازې په لابراتوار کې پر چمتو شويو حجرو تجربه شوې ده، خو پر حيواناتو او انسانانو لا نه ده عملي شوې. د څېړنې پايلې ښيي چې دا طريقه کولی شي د سرطان د حجرو ځانګړې کمزورۍ په نښه کړي او يو اغېزمن علاج شي.
د دې څېړنې مشر ډاکټر باووې ژېنګ وايي چې د سرطان حجرې د عادي روغو حجرو پرتله له وړاندې څخه د زيات فشار لاندې وي، او نانو ډاټس دا فشار لا پسې زياتوي، چې له امله يې د سرطان حجرې د ځان له منځه وړلو بهير پيلوي.
متخصصان وايي که دا طريقه په راتلونکي کې بريالۍ ثابته شي، نو دا به د سرطان په درملنه کې يو ستر پرمختګ وي، چې د ناروغانو لپاره به کمه زيانمنه او لا اغېزمنه وي. د سرطان اکثره درملنې لکه کیموتراپي ډېر زیانونه هم لري.