قال الله تعالی،
و اما السائل فلا تنهر!
سوال کوونکی مه رټئ، یا په اصطلاح د نفي او منع بد ځواب مهٔ ورکؤئ، معنا دا چې هرومرو یو څه ورته ورکړئ، مأیوس یې مهٔ لېږئ!
د پورتني قرآني ایت شریف څخه داسي نتیجه اخستلای شو، چې په عام ډول سوالګر که هرڅوک وي، لوی سړی وی، که کوچنی هلک وي ، نارينه یاښځينه وي، کله چې تاسو ته مراجعه کوي، او درڅخه په څه غوښتلو سره ستاسو کور، دکان یا د ناستې ځای ته راځي، نو تاسو یې هېڅکله هم مه رټۍ، !
ځکه د بل سیال کس خواته ته د سوال او زارۍ. لاس غځول څومره زور غواړي. او څومره د هغه سوالګر غرور او وجدان ځپل کېږي ! که لیږ منطقي او ژور فکر وکړو، په ریښتیا چې دا اسانه کار نه دی!
او که څوک اړتیا و نه لري، نو هېڅکله به هم په دې شوم کار لاس پورې نه کړي!
متاسفانه چې زموږ د ټولنې ډېری خلک په ښارونو، کليو او بانډو کې د سوالګرو او خير غوښتونکو د شمېر په زياتېدو سره، داسي استدلال کوي، وايي چې اوس په دې کې اصلي اوجعلي سوالګر ورک دي، مستحق او غیر مستحق پکې نه ښکاري،
دوی وایي؛ د ځینو سوالګرو همدغه کسب او پیشه ګرزېدلې په داسي حال کې چې ځیني یې آن مارکېټونه او بانکي اکاونټونه لري او……
زه پورتنۍ خبر مطلقاً نه ردوم، شاید ځیني محدود سوالګر همدغسي د خپل عادت له مخې سوال کوي او ضرورت یې نه وي؛ خو دا شمېر ډېر لیږ، او په اوړو کې د مالګې غوندي اندازه ایله پوره کړي !
که موږ او تاسو د هېواد اوسني اقتصادي، امنيتي او ټولنيز حالت ته وګورو ! او خپل معلومات مو د ټولنې د حقیقي ووضعیت په درک سره غني کړو ، نو یقیناً چې بیا به د ملامتۍ پېټی د هیڅ یوه سوالګر په اوږو ور بار نه کړو ! زما په فکر هېڅوک هم ګرم نه دي،
د هر چا اقتصادي وضعيت له صفر سره برابر دی،
هېڅوک باید ملامت و نه شمېرل شي، کار، شغل، دندې او هیڅ نوع عایداتي منابع نسته، خو مصرف شته، قیمتي زیاته ده، کرایي د کورونو لوړې دي ، که روغتون ته د رنځور د درملنې لپاره اړ شوې نو بیا به دې بیخي د افغانستان د خلکو له مسلمانۍ شک ورخېزي، درمل قیمته دي، کیفیت یې ټیټ ده، ډاکتر دې د معالجې په عوض او جیب ته ګورې او….. بلها نورې ستونزې …..
تر ټولو مهمه خبره د سوالګر په موضوع کې داده، دا چې موږ اوتاسو که دې سوالګر ته هرڅه ورکوو؛
نو موږ خو یې د الله ج په نوم او د هغه الله ج په رضا يې ورکوو. نو دلته زموږ معامله له سوالګر سره نه بلکه له الله ج سره ده ! نو که څه ورکوو، باید په مؤدبانه او محترمانه شکل یې ورته ورکړو، او که یې نه ورکوو، نو باید په یو داسي محترمانه برخورد سره د نه ورکړي په اړه معذرت وغواړو، چې نه سوالګر خفه شي، نه یې غرور مات شي، او نه زموږ ځواب د هغه د تحقیر یا سپکاوي سبب شي !
ځکه چې الله تعالی د خپل یوه بنده لخوا بل بنده رټل، سپکول او خجالت کول هېڅکله هم نه خوښوي.
بله عامه ستونزه ، متاسفانه داده، چې زموږ د ټولنې ځوان کهول او په اصطلاح مغز متفکر(!) له ښځینه سوالګرو څخه په ښآرونو او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې نامشروع غوښتنې لري ، غلطې خبرې ورسره کوئ. غواړي هغه مجبوره کړي، چې غیر اخلاقي مجلس ورسره اوږد کړي، او……
چې دغه رقم ټیټ او پست چلند نه زموږ له افغاني دروند کلتور سره اړخ لګوي، نه زموږ له افغاني او اسلامي غیرت سره سمون لري،
او زما په نظر د شخصیت د لوېدلو هغه اخیري درجه ده، چې په داسي کړنو یې هغه څوک نمایش ته وړاندې کوي، چې دغسي خام فکر یې په مغز کې ساتلی وي!
افغانان غیرتي خلک دي ، او د غیرت او همت په کارنامو یې تاریخونه ډک دي نو هیله کوم چې د یو چا عزت ته مه غله کېږئ!
که هغوی هرڅه دی ؛ بیا هم د خدای تعالی مخلوق دی، او زموږ ددې ټولنې د بدن غړي دي ،
د بې عزتۍ هڅه يې باید هېڅکله هم و نه شي،
ددوی له مجبوریت څخه باید ناوړه ګټه اخیستنې ته نه ځان او نه بل چاته اجازه ور کړو ،
دا ډېر بد عمل، بد عادت او بده ځانګړنه ده، دانسان نوم اونشان له خاورو سره خاورې کوې.په شخصیت یې د بطلان سره کرښه را کاږي، او د بې عقلۍ او بې شخصیتۍ د ثبوت شهادتنامه ده !
زه خپله ډېر ځله ددې صحنې شاهد پاتې شوی یم چې یوې سوالګرې نجلۍ یامېرمنې له نارينه وو څخه په ډک بازار کې شور او فغان کړی، چې خپله خور او مور نه لرې؟! او هغوی يې په دې تورن کړي چې غیر اسلامي اوغير اخلاقي غوښتنې ورڅخه لري،
ډېرې سوالګرې د ځیني ښاريانو له همدې بدو چلندونو څخه د پوليسو حوزو ته د شکایت لپاره ورځي،
نو په یوه کاملاً اسلامي ټولنه کې به باید داسې ناوړه مردود اعمال ترسره نه شي چې د اسلام په مقدس دین کې نهې او منع ورڅخه راغلې وي.
بدې او غیر اخلاقي خبرې یوازې د جنسي مقاربت اړوند مسائل نه دي، بلکه سوالګرو ته پېغورونه او طعنې ورکول هم د سوالګر غرور ماتوي، زړه یې خفه کوي او مایوسه کېږي ….
سوالګرو ته د هغوی شخصي حریم ته ورننوتل او
ورته ويل ، چې روغ جوړ سړی يې او سوال کوې؟
غټ سړی يې ځان هم درته بدنه ښکاري چې بل ته لاس غځوې، ؟!
بوډا سړی يې له تاد عایال نفقه څه غواړي ؟
لاړ شه چېرته د جومات په کونج کې کېنه او تسبې دې اړوه…… دا ټولې هغه جملې دي چې پېغور او طعنه بلل کېږی!
او یا ښځينه طبقې ته ویل، ستايې له پيسوګټلو سره څه ؟
لاړه شه کور کې دې کينه، خاوند دې پوه شه اوستا اوعیال نفقه دې،
زه خو وایم ، راځئ خپل وجدان را ویښ کړو، دا پوښتنه په دې ډول ورڅخه احترامانه وکړو، چې خورې! ولې سوال کوې، ؟
ايا تاسي په کور کې له تاسو پرته بل داسې څوک لري چې عیال یا کورنۍ ته مو نفقه پيدا کړي، ؟
د مجبوریت لامل يې باید وپوښتو، نه دا چې له خپلې خېټې غیر سنجېده او غیرمنطقي خبرې را باسو او څه چې مو په خوله راځي ورته وایو يې،
نجونوته به وايي چې غاااټه پېغله يې ، لاړه شه مېړه وکړه ، چې له سوال او فقر ټولولو څخه خلاصه شې!!
دا ټولې هغه خبرې دي ، چې زموږ د ټولنې لړستې او نالوستی مخلوق یې سوالګر ته د خیر او خیرات ورکولو په عوض ور شغوي !!!
دغسي تحقیر امیزه خبرې ، نه زموږ د دین مقتضی ده، نه د افغاني غیرت غوښتنه ده، او نه یې الله تعالی خوښوي،
یو بنده ته پيغور ورکول ډېره بده خبره ده .
حتی سوالګرو ته ناچله پيسې هم مه ورکوئ.
ډېری خلک سوالګرو اوګدايي ګرو ته جعلي، زړې او هغه سولېدلې ټوټه ټوټه، سل ځایه لبړټېپ شوې پيسې ورکوي ؛ چې بل څوک يې نه اخلي،
نه هېڅکله داسې مه کوئ، دا یو مردود او لوېدلی عمل دی!
ځکه موږ او تاسو مخکې په تبصره کې ومنله چې موږ او تاسې که يو چاته کوم څه پرته له عوضه يآ له در ګرځولو ورکوو، نو ښکاره ده چې د الله ج په نوم يې ورکوو؛ نو اول هڅه باید وکړو چې د الله په نوم اورضا هغه څه ورکړو، چې موږ او ستاسو خپل ځان ته خوښ وي او ځانته يې هم غواړو!
په دې درلېږل شوې عکس کې د عربي جملې / مقولې مفهوم دا دی، چې؛
“ کله چې یو سوالګر تاسو ته د څه غوښتلو لپاره مراجعه کوي، متوجه اوسئ، دغه کس دغه سوال اول د الله ج څخه کړی او بیا الله ج د خپل عادت له مخې، چې له آسمان څخه مستقیماً له وسېلې پرته چا ته د روزي د رسؤلو یا د ستونزې د حل لاره نه پیدا کوي، نو هغه ته الله ج د تاسو ادرس ورکړی، “
نو بناءً صدقه مو مه سپمؤئ اګر که لیږ هم وي!