سه شنبه, دسمبر 23, 2025
Homeخبرونهد امریکا حکومت هغو کډوالو ته چې په خپله خوښه وځي، ۳...

د امریکا حکومت هغو کډوالو ته چې په خپله خوښه وځي، ۳ زره ډالر او ټکټ ورکوي

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۲ مه) د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د بې اسناده پناه‌غوښتونکو لپاره د «داوطلبانه وتلو تشویقي مرستې» اندازه یې درې برابره کړې ده.

د نوې پرېکړې له مخې، هغه کسان به، چې د ځان‌وتلو (Self-Deportation)  د پروګرام له لارې په خپله خوښه له امریکا ووځي، ۳۰۰۰ ډالره نغدي مرسته ترلاسه کړي. پخوا ۱۰۰۰ ډالر ورکول کېدل.

د وزارت د بیان له مخې، هغه کسان چې د ۲۰۲۵ د دسمبر تر ۳۱ پورې د امریکا له خاوره وځي، سربېره پر دې چې د خپل اصلي هېواد پر لور وړیا هوایي ټکټ ورکول کېږي، د ناقانونه اقامت اړوند له ځینو مدني جریمو او سزاوو څخه هم معاف کېږي؛ خو شرط دا دی چې خپله داوطلبانه وتنه د بیا ډیزاین شوې «CBP Home» اپلېکېشن له لارې ثبت کړي.

د ټرمپ د ادارې د تګلارې له مخې، له پناه‌غوښتونکو غوښتل شوي چې د همدې ډیجیټلي پلاتفورم له لارې له امریکا څخه وتلو ته خپله لېوالتیا ثبت کړي. د کورني امنیت وزارت چارواکو ویلي، که شرایط تایید شي، نو له دې وروسته چې د امریکا حکومت د هغوی وتل رسماً تأیید کړي، یاد کسان به د سفر لګښت او د ۳۰۰۰ ډالرو نغدي مرسته ترلاسه کړي.

سي بي ایس نیوز چاینل د کورني امنیت وزیرې، کریستي نوم، له قوله راپور ورکړی چې هغه کسان چې له دې لنډمهالي تشویقي پروګرام څخه ګټه وانخلي، وبه پېژندل شي، نیول کېږي او هېڅکله به بېرته امریکا ته د ننوتلو اجازه و نه لري.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، دا تشویقي مرسته د رخصتیو د ځانګړي کمپاین برخه ده، چې موخه یې د اخراج بهیر چټکول او پر مالیه ورکوونکو د لګښتونو کمول دي؛ ځکه د داوطلبانه سفر ملاتړ د نیولو او جبري اخراج د عملیاتو پرتله لږ لګښت لري.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) د اټکل له مخې، د ۲۰۲۵ تر مې میاشتې پورې د یو بې‌اسناده کډوال د نیولو، ساتلو او اخراج اوسط لګښت شاوخوا ۱۷ زره ډالره و.

وزارت همدارنګه منلې چې د ځان‌وتلو په چوکاټ کې، ګډونوال تر هغه وخته چې د امریکا پرېښودو په لور جدي پرمختګ وښيي، د ICE له لوري د نیولو او ساتلو له لومړیتوب څخه لرې ساتل کېږي؛ خو چارواکو لا هم د دې «محافظت» د مودې او د شرایطو د ارزونې په اړه روښانه لارښوونې نه دي خپرې کړې.

د یادونې وړ ده چې د تېر اکتوبر په میاشت کې د امریکا حکومت اعلان کړی و، کډوالو تنکیو ځوانانو ته به ۲۵۰۰ ډالره مرسته ورکړي چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالد ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، غواړي له بېوزلو هېوادونو څخه امریکا ته مهاجرت په دایمي ډول ودروي او د میلیونونو کډوالو قانوني وضعیت لغوه کړي، څو هغوی له متحدو ایالتونو وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

تمناباټیا: د مخ د دانو درملنه مې په خپلو لاړو کوم

تاند(دوشنبه د مرغومي ـ جدي لومړۍ) هندۍ فلمي ستورې تمناباټیا ویلي چې، د خپل پوستکي د ساتنې لپازه د خپل مخ د دانو درملنه...